ملګري ملتونه وايي، غور ولایت کې یې د طالبانو لاسوهنې له کبله مرستې بندې کړې

طالبان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ارشیف تصویر
    • Author, سمیع الله موسی‌زی
    • دنده, بي بي سي

د ملګرو ملتونو د خوړو پروګرام 'ډبیلو ایف پي' وايي د طالبانو د لاس وهنې له امله په روان کال کې دوی اړ شول چې د دویم ځل لپاره په غور ولایت کې خپل فعالیت د لنډ وخت لپاره وځنډوي.

غور د افغانستان یو له هغو ولایتونو دی چې د ځینو ولایتونو پرتله بیوزلي او بې کاري په کې ډېره ده.

د ډبیلو ایف پي ویاند وحید اماني بي بي سي ته وویل د اوس لپاره غور کې خلکو ته د خوراکي توکو او ښوونځیو له لارې د مرستو ویش بند دی، هلته یې کارکوونکي نشته او د خوراکي توکو زېرمې هم نه لري.

نوموړی وايي: ''له بده مرغه په دې وروستیو میاشتو کې د غور ځايي چارواکو لخوا خلکو ته د مرستې رسولو په چارو کې لاس وهنې کېدلې. په تېره جنورۍ میاشت کې ملګرو ملتونو غور کې ټولې بشري مرستې د لنډ مهال لپاره وځنډولې، وروسته له هغه چې ځايي چارواکو د نه لاس وهنې ضمانتونه وړاندې کړل، مرستې بیا پيل شوې، اپریل میاشت کې بیا لاس وهنې پیل شوې، نو ځکه فعالیتونه بند شول. موږ اوس یوازې د نورو بنسټونو له لارې مېندوارو مېرمنو او هغو مېرمنو سره چې تی ورکوي مرستې کوو.''

ښاغلي اماني زیاته کړه چې غور کې به د اټکل له مخې تر راتلونکې اکتوبر میاشتې نږدې پنځه لکه کسان کافي خواړه ونه لري او دوی سره به تر هغه مرستې و نه شي رسولي تر څو چې د دوی په کارونو کې د نه لاس وهنې ډاډ نه وي ورکړل شوی.

طالب چارواکو لا د ډبیلو ایف پي د ویاند ددې څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي، خو له دې وړاندې یې له شکایتونو سره سره د بشري مرستو په چارو کې لاس وهنې رد کړي دي.

له بلې خوا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام مشرې شاو وې لي د دې ادارې له لارې د چین له تازه مرستې مننه کړې ده. ډبلیو ایف ویلي د بېړنیو فعالیتونو لپاره د چین دا مرسته به دوی د دې جوګه کړي چې د ژوند ژغورنې لپاره نږدې اویا زره کورنیو سره مرسته وکړي.

د ډبیلو ایف پي له خوا په پروني خپاره شوي بیان کې د هغې له قوله ویل شوي چې د چین دا مرسته په یوه مناسب وخت کې د دوی په واک کې ورکړل شوې ده. مېرمن لي ویلي افغانستان کې د دوی د مرستو چارې له مالي پلوه له سخت کړکېچ سره مخامخ دي.

د ډبلیو ایف پي مشرې ویلي افغانستان کې ۱۵ ملیونه وګړي کافي خواړه نه لري، نو ځکه دوامداره مرستې ته اړتیا ده چې د لوږې او خوار ځواکۍ مخه ونیول شي.

د دې پروګرام مشرې مېرمن لي ویلي د مالي سرچینو کموالي له امله دوی د هغو کسانو شمېر اته ملیونه را کم کړی چې دوی ورته مرستې رسولې.

نوموړې ویلي، د چین په دې مرسته به اوړه، غوړي، لوبیا، مالګه او غوړي وپیري چې د دوه میاشتو لپاره د اویا زره کورنیو ځینې اړتیاوې پوره کړي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام یوه له هغو مرستندویه ادارو ده چې له څو لسیزو راهیسې افغانستان کې پراخ فعالیت لري او د فعالیت په کمیدو یا دریدو یې لوی شمېر کسان زیانمنېږي.

ډبیلو ایف وايی په ۲۰۲۲ کال کې یې ۲۳ ملیونه کسانو سره مرسته کړې ده، یو اعشاریه ۱۴ ملیونه مټریک ټنه خوراکي توکي او ۳۲۵ اعشاریه ۸ ملیونه ډالره یې نغدې پیسې پر اړو کسانو ویشلي دي.

له کله چې نږدې دوه کاله وړاندې طالبان بیا واک ته رسېدلي، افغانستان سره مرستې کمې شوي او یو لوی شمیر کسان بې دندو شوي دي، اقتصادي فعالیتونو هم لکه د پخوا په څېر نه دي.

څارونکي وايي د طالبانو پر حکومت بانکي بندیزونو او د ښځو پر کار او د نجونو پر تعلیم د طالبان له خوا محدودیتونو د مرستو چاره له خنډ او ځنډ سره مخامخ کړې ده.