د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر له چین او پاکستان سره د درې اړخیزې ناستې په درشل کې اسلام اباد ته سفر کوي

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست نن اسلام آباد ته ورځي چې هلته په دوه اړخیزو لیدو کتو سربېره سبا د پاکستان او چین له بهرنیو چارو وزیرانو سره په درې اړخیزه غونډه کې هم ګډون وکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، له امیرخان متقي سره په دغه سفر کې د سوداګرۍ وزیر هم ملتیا کوي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت هم په دغه غونډه کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزیر د ګډون د پخلي تر څنګ له نړیوالې ټولنې په افغانستان کې له موقت حکومت سره د همکارۍ پراخولو غوښتنه کړې.
د پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزارتونو په جلا جلا بیانونو کې خبر ورکړی چې د چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران به په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره په ګډه په اسلام آباد کې درې اړخیز ډیالوګ کې ګډون وکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه وینا کې ویلي، د چین، پاکستان او افغانستان د بهرنیو چارو د وزیرانو د درې اړخیزو غونډو پنځم پړاو د مې پر شپږمه جوړېږي. د افغانستان، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو تر منځ څلورمه درېاړخیزه غونډه په افغانستان کې د جمهوري دولت له سقوط نږدې دوه میاشتې وړاندې د چین په کوربه توب پرلیکه جوړه شوې وه.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند هم اسلام آباد ته د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزیر قین ګانګ د سفر له اعلان سره ویلي چې هغه به د چین - افغانستان - پاکستان په درې اړخیزه غونډه کې هم ګډون وکړي او دا غونډه يې د افغانستان پر ستونزو د بحث او همکارۍ مهم فرصت بللی.
هغه زیاته کړې چې دغه غونډه د افغانستان د موضوع په تړاو د سیمې د هېوادونو د نظر یو کولو هڅه هم کوي.
د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند دا هم ویلي چې په دې غونډه کې به د افغانستان د موضوع په اړه د سیمهييزې اجماع رامنځ ته کولو، ګډ باور روزلو او په سیمه کې د سولې، ثبات او پرمختیا او ښیرازۍ د ګډو لارو پر پلټلو خبرې وشي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند له نړېوالې ټولنې هم غوښتي چې د افغانستان له موقت حکومت سره همکارۍ ډېرې کړي او ویې هڅوي چې ټولګډونه حکومت جوړ کړي، مدرنه حکومتولي پلې کړي او له خپلو ګاونډیو هېوادونو سره دوستانه اړیکې وپالي او له ترهګرۍ سره مبارزه وکړي.
پاکستان ته د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره د دغه حکومت د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سرپرست نورالدین عزیزي او د ترانسپورت وزارت یو پلاوی هم ملتیا کوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه وینا کې ویلي، د امیرخان متقي په مشرۍ دا پلاوی به په خپل دغه درې ورځني سفر کې د افغانستان او پاکستان تر منځ سیاسي، اقتصادي او سوداګريزې اړیکې او د سولې او امنیت او زده کړو په برخه کې پر همکاريو خبرې وکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په وینا دا سفر کابل ته د تېر کال په نومبر کې د پاکستان د دفاع د وزیر په مشرۍ د بهرنیو چارو لپاره د دغه هېواد د دولت د وزېري حنا رباني کر د سفر او د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا دوام دی.
هغه مهال د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې دواړو لورو د بندیانو د خلاصون، د سوداګرۍ او تګ راتګ د اسانولو په ګډون پر دوه اړخیزو اړیکو سربېره د تاپي، ټاپ، اورګاډي د لین او نورو لویو پروژو پر پیلولو هم خبرې کړې وې.
سره له دې چې پاکستان طالبانو ته نژدی او ملاتړی بلل کېږي تر اوسه یې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی خو طالب استازو ته يې اجازه ورکړې چې اسلام اباد کې افغان سفارت او د دغه هېواد لویو ښارونو کې افغان کونسلګرۍ سمبال کړي.










