پاکستان او چین افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي غوښتنه وکړه

د عکس سرچینه، Imran Khan Facebook
د افغانستان دوو ګاونډيانو چین او پاکستان پر نړۍ غږ کړی، چې ژر دې د افغان ولس مرسته وکړي او پرې نږدی چې هلته حالات په بشري ناورین بدل نه شي.
بيجینګ او اسلام اباد په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، د چین ولسمشر شي جين پينګ او د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان ترمنځ ملاقات کې د دواړو هېوادونو پر اړیکو سربېره د افغانستان پر اوسني وضعیت هم خبري شوې دي.
د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د چین په بلنه د فبرورۍ په درېیمه نېټه بیجینګ ته په څلور ورځني سفر تللی او هلته يې د ژمنيو اولمپيک لوبو پېل غونډې له ګډون سره سره د چین له ولسمشر شي جی پينګ، له لومړي وزیر لي کيچیانګ او هلته د یو شمېر نورو هېوادونو له مشرانو سره کتلي وو.
اعلامیه کې ویل شوي، باثباته، پر ځای ولاړ، متحد، ساتلی او خوندي افغانستان د سیمې د نېکمرغۍ او پرمختګ لپاره اړین دی.
دواړو مشرانو د افغانستان په هکله د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په تېرو دوو غونډې د قناعت وړ بللې دي او په چین کې د ورته راتلونکې غونډې د جوړېدو له هوډ سره سره د چین - پاکستان او افغانستان د بهرنیو چارو د وزیرانو درې اړخیزې غونډې لپاره هم چمتووالی ښوولی.
په دې بیان کې ویل شوي، دواړو لوریو افغانستان ته د بشري مرستو لپاره شته خنډونه لرې کړي، تر څو د بشري ناورین مخه ونیول شي.
دواړو لوریو په نړیوالو غږ کړی، چې د افغانستان مالي شتمنۍ ازادې کړي او په دې سلا شوي چې له افغانستان سره خبري وکړي، ترڅو د چین او پاکستان ترمنځ اقتصادي لار تر افغانستانه وغزوي.
په پاکستان یو شمېر سیاستوالو د لومړي وزیر عمران خان د چین په سفر نیوکې کړې چې ولې یې هرکلي ته د چین ولسمشر نه و ورغلی.
خو د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چودري بیا د دې په غبرګون کې ادعا کوي، چې د چین سفر يې کامیابه وو او د ټولو هېوادونو مشرانو هرکلی د لومړي وزیر عمران خان په څېر شوی وو.
نوموړي ویلي، "زه دا وایم چې د لومړي وزیر د چین دوره بریالۍ وه. ما ولیدل چې زموږ په هیواد کې ځينو خلکو دا نیوکې کولې، چې ولې د لومړي وزیر هرکلي ته د چین د بهرنیو چارو د وزیر استازی راغلی وو. نو هغوی باید ووایم، چې د چین د ژمنیو اولمپیک لوبو پېل غونډې ته د شلو هیوادونو مشران راغلي وو. او څه ډول هرکلی چې د لومړي وزیر خان وشو، همغسې د ټولو هیواد مشرانو هرکلی وشو ".








