امریکا: افغانستان ته د بشري مرستو لپاره د بانکونو له لارې د پیسو پر لېږد بندیز لرې شوی دی

خزانه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د امریکا خزانې وزارت

د امریکا خزانې وزارت وايي تر دې وروسته نړیوالې مرستندویه ادارې کولی شي د بندیزونو له ویرې پرته افغانستان ته د بشري مرستو لپاره د بانکونو له لارې پیسې ولیږي.

له دې سره به ښوونکو، روغتیايي کارکوونکو او د ټولنیزو چارو مامورینو ته معاشونه ورسیږي.

د امریکا دې مالي ادارې د تېر کال په سپتمبر او ډسمبر کې د بشري مرستو ادارو لپاره له خپله اړخه بندیزونو کې د ځېنو نرمیو تګلاره اعلان کړې وه، خو مرستندویه ادارو ویلي وو چې له تخنیکي پلوه له جنجال سره مخ دي او نغدې پیسې افغانستان کې نشي ترلاسه کولی.

د امریکا د خزانې وزارت له طالبانو سره د دغو بشري مرستو اړوند تعامل هم روښانه کړی چې څه ډول مرستدویان کولی شي له طالب واکمنو سره چلند ولري.

د خزانې وزارت ویناپاڼې لیکلي د حقانې شبکې په ګډون چې لا هم د امریکا تور لېست کې ده، هوکړه شوې چې د بشري مرستو لپاره مرسته شوې پیسې به نیغ په نیغه اړمنو خلکو ته رسیږي.

امریکا پر افغان بانکونو دغه بندیزونه داسې مهال ایسته کوي چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوتېریش خبرداری ورکړی چې افغانستان له اقتصادي پلوه د ګړنګ پر غاړه ولاړ دی، څه چې روغتیايي، ښوونیزې او ټولنیزې اډانې د له پښو غورځېدو حالت ته بیايي.

طالبان چې له امریکا سره له شل کلنې جګړې وروسته واک ته ورسېدل، په تور لیست کې د ځای له امله د افغانستان اړونده میلیاردونه پانګه او پرمختیايي مرسته په نړیوالو بانکونو کې کنګل شوه.

ملګري ملتونه او نور مرستندویان افغانستان ته د بشري ناروین د مخنیوي لپاره د بانکونو له لارې د نغدو پیسو د لېږد له کړاو سره مخامخ شول.

په دې وروستیو کې د ناروې د کډوالو ادارې خبرداری ورکړ که افغانستان ته نغدې پیسې ونه رسیږي، امریکا او نور لویدیځ هیوادونه به د ناوړه بشري حالت مسول وي.

د امریکا د خزانې وزارت دا نوی ګام ښايي د مرسته رسوونکو لپاره تر یوه بریده چاره اسانه کړي.

کنګل

د عکس سرچینه، Getty Images

هم مهاله جرمني ویلي افغان ماشومانو سره د مرستې او ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو یونیسف ادارې ته ۱۴۰ میلیونه ډالره مرسته ورکوي.

د یونیسف استازې الیس اکونګا وايي دا مرسته کولی شي د دوئ د چارو په چټکولو کې اغېزناکه ونډه ولري، چې په واکسینو، نورو روغتیايي چوپړونه او د خوارځواکۍ د مخنیوي پر کارونو به ولګول شي.

جرمني له ۲۰۱۶ کال راهیسې د افغان ماشومانو د ملاتړ لپاره له یونیسف سره د ۵۰ میلیون ډالرو مرسته کړې.

یونیسف هم لکه د نورو مرستندویه ادارو کولی شي د امریکا د خزانې وزارت له دې نوي اعلان وروسته د نغدو پیسو د کمښت له امله ټکنۍ چارې بېرته سمې او د افغان ماشومانو لاس نیوی وکړي.

دمګړۍ د شمېرو له مخې شاوخوا پنځه میلیونه ماشومان افغانستان کې له خوارځواکۍ او ناوړه روغتیايي حالت له امله کړیږي.

د ملګرو ملتونو د خوړو سازمان د رپوټ پر بنسټ د افغانستان له ۲۵ میلیونو ډیر وګړي د خوړو له کمښت سره مخ دی.