د افغانستان، پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو ناسته؛ "افغانستان کې د زور حکومت نه منو"

د عکس سرچینه، بهرنیو چارو وزرات
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر پنجشنبه له خپل پاکستاني سیال شاه محمود قریشي او د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ یي سره په ویډیویي ناسته کې افغانستان کې پر روان وضعیت او د افغان سولې پر بهیر خبرې کړې دي.
دا ناسته د (افغانستان-پاکستان-چین) د بهرنیو چارو وزیرانو د درې اړخیزو بحثونو څلورمه ناسته وه.
له ناستې وروسته درې واړو هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، په افغانستان کې بې ثباتي ټوله سیمه اغېزمنولی شي او د اوسنیو ننګونو د ختمولو لپاره ګډو هڅو ته اړتیا ده.
اعلامیه کې راغلي، درې واړو هېوادونو افغانستان کې د تاوتریخوالي دکمېدو او بشپړ اوربند غوښتنه کړې، چې د دوی په وینا ورسره به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو ته فرصت برابره شي.
افغانستان، پاکستان او چین همدا راز په خپله ګډه اعلامیه کې ویلي چې دوی په افغانستان کې د زور له لارې د هېڅ حکومت د راتلو ملاتړ نه کوي، او ټولنې او عام ژوند ته د طالبانو د ور ستنېدو لپاره باید د ملګرو ملتونو د امنیت شورا (۲۵۱۳ شمېره) قرارداد باید پلی شي.
"چین او پاکستان د سولې خبرو کوربتوب ته چمتو دي"

د عکس سرچینه، ITA PEACE NEGOTIATING TEAM
د افغانستان دا دوه مهم ګاونډي هېوادونه په داسې حال کې افغانستان کې پر اوربند، سیاسي جوړجاړي او د سولې پر خبرو ټینګار کوي چې ظاهراً دې بهیر کې په تېر یوه کال کې کوم مهم پرمختګ نه دی شوی.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د پنجشنبې پر ورځ د بهرنیو چارو وزیرانو په ناسته کې چین او پاکستان د افغان سولې خبرو کوربتوب ته هم لېوالتیا څرګنده کړې ده.
یاده دې وي چې چین له دې وړاندې هم د دې خبرو کوربتوب نیت ښودلی او د افغان طالبانو ځینو مشرانو په تېر کې بیجنګ ته سفرونه هم کړي دي.
په ګډه اعلامیه کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته هم اشاره شوې ده او غوښتنه شوې چې دا چاره باید په مسئولانه توګه ترسره شي.
درې واړو هېوادونو ویلي، د پوځیانو وتل که له یوې خوا د سولې پر بهیر اغېز کولی شي، خو بلې خوا ته د افغانانو لپاره یو نوی فرصت هم دی.
چین او پاکستان همدا راز د افغانستان سوله ییزې بیا رغاونې ته خپل ژمنتیا او له افغانستان سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پراخولو ته ژمنتیا ښودلې ده.










