تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
طالبان: امریکايي چارواکي دې زموږ کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي
په افغانستان کې د طالبانو حکومت له خوا په بهرنيو او کورنيو موسسو کې د ښځو پر کار د بنديز له امله د بېلابېلو هېوادونو، موسسو او سازمانونو له غبرګونونو وروسته د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ويلي، امریکا دې د دوی په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي.
ذبیح الله مجاهد په ښکاره د افغانستان لپاره د امریکا د شازدافېرې کرن ډېکر له بیان وروسته خپل غبرګون څرګند کړی دی.
اغلي کرن په ټوېټر لیکلي، "زه له افغانستان سره د بشري مرستو د سترې مرستندویه ټولنې په استازولی ځان ته دا حق او وضاحت ورکوم چې که ښځې نورو ښځو او ماشومانو ته د مرستې رسولو اجازه نه لري، طالبان څنګه د ښځو او ماشومانو د لوږې د مخنیوي اراده کوي."
نوموړي زیاته کړي "پر دې امر د طالبانو د اقتصاد د وزیر قاري دین محمد لاسلیک دی او زه هغه مسول ګڼم."
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د اغلی کرن دا خبرې له سکرین شارټ سره بیا خپرې کړي او ورسره یې لیکلي، "هغه موسسې چې په افغانستان کې فعالیت کوي زمونږ د هېواد د قوانینو او فرمانونو په رعایت کولو مکلفې دي."
نوموړي زیاته کړي چې چاته به اجازه ورنکړي چې د بشري مرستو په نوم "د اسلامي امارت د پرېکړو یا چارواکو په اړه بې مسولیته خبرې او یا کوم ګواښ وکړي."
جرمني د طالبانو د نوي فرمانونو پر وړاندې له نړۍ د پیاوړي غبرګون او دریځ غوښتنه کړې
د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالنا باربوک د افغان نجونو او ښځو د زده کړو او په نادولتي موسسو کې د کار بندیز په غبرګون کې ویلي" دا د منلو وړ نه ده چې طالبان دې بشري مرستې د ښځو ضد وکاروي" نوموړې په دې اړه "له نړیوالې ټولنې د جدي غبرګون" غوښتنه کړې.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې په ټوېټر یوه خپور شوې بیان کې لیکلي، "طالبان د نفوس نیمایې برخه له یو بل بنسټیز حقه محرومه کړه، دوی بشردوستانه اصول تر پښتو لاندې کوي او د خپلو خلکو حیاتي اړتیاوې له ګواښ سره مخ کوي."
نوموړې زیاته کړي "د جنسیت پر بنسټ ځورونه بشري ضد جنایت ګڼل کېدای شی او مونږ د نړیوالې ټولنې پیاوړي ځواب ته ژمن یوو. "
جرمني په افغانستان کې د طالبانو له راتګ را وروسته د بشري مرستو یو له سترو مالي ملاتړ کونکو څخه دی خو تر اوسه یې په دې اړه څه نه دي ویلي چې د طالبانو له نویو تګلارو وروسته به هم بشري مرستو ته دوام ورکړي که نه؟
طالبانو تر اوسه د نورو دولتونو د دریځو او یا په دغه هېواد کې د ځینو موسسو د کار ځنډ اعلان په تړاو څه غبرګون نه دی ښودلی خو له تېرې اوونۍ راهیسې چې طالبان یو پر بل پسې د ښځو په زدکړو او کار نوي بندیزونه اعلانوي په ښکاره یې خپله افغانان او نړۍ حیرانه کړې.
په داسې حال کې چې دغې ډلې د واکمنۍ له پیل راهیسې نجونې له لېسو یا شپږم ټولګي پورته زده کړو منعه کړې وې خو څلور ورځې وړاندې یې ټولو پوهنتونونو ته هم د نجونو پر تګ بندیز اعلان کړ.
د طالبانو د لوړو زده کړو چارسمبالي وزیر له یوه ولایته بل ولایت ته د نجونو یوازې تګ، په پوهنتونونو کې لیلیې، د دوی په باور نا مناسب لباس او د انجینری او زراعت په ګډون ځينې پوهنځي د دې بندیز لپاره دلایل بیان کړي.
ورپسې بیا دې ډلې د شنبې په ورځ په نا دولتي موسسو کې هم د ښځو کار وځنډاوه.
په دولتي ډېرو ادارو کې لا وار د مخه افغان مېرمنو ته کار ته د نه ورتګ ویل شوې وو.