افغانستان
کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) یو ځل بیا له طالبانو غوښتي چې پر
ښځو لګول شوي بندیزونه دې "ژر تر ژره" لېري کړي خو د طالبانو امر بالمعروف وزارت په ځواب کې ویلي چې د هر چا خپل فرهنګ او خپل کلتور باید په پام کې ونیول شي.
د یوناما
مرستیال مارکس پوتزل نن یکشنبه د جنوري په اتمه د طالبانو د امر بالمعروف سرپرست وزیر
خالد حنفي سره کتلې دي.
یوناما پر
خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې، لیدنه کې د نجونو پر زده کړو او بهرنیو انجیو ګانو کې د
ښځو پر کار د بندیزونو د لېری کولو غوښتنه شوې ده.
دغې ادارې
پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې پر ښځو وروستي بندیزونه د افغانستان اقتصاد زیانمنوي
او افغانانو ته د مرستې رسولو مخه نیسي.
د دغې
ادارې په ټکو: "د طالبانو له خوا د ښځو پر وړاندې وروستي تبعیضي بندیزونه
افغانانو ته د ژوند ژغورنې د مرستې رسولو مخه نیسي، او د افغانستان اقتصاد ته زیان
رسوي."
خو د طالبانو امر باالمعروف وزارت سرپرست وزیر خالد حنفي یې په ځواب کې کلتوري او فرهنګي مسایلو ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې هڅه کوي شرعیت سره برابر مناسب چاپیریال رامنځته کړي.
د دغه وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د ښاغلي حنفي له خولې لیکل شوي: "د هر چا فرهنګ
او کلتور باید په پام کې ونیول شي، تېر نظام ټولې نړۍ په رسمیت پېژانده خو نه یې نړۍ، نه ملت
او نه هېواد سره ژمنتیا وه، اوس مثبت اړخونه ډېر دي د ماحول په جوړېدو سره په هر
څه سم شي."
ښاغلي حنفي د ماحول(چاپیریال) د جوړېدو په اړه نور وضاحت نه دی ورکړی چې دوی غواړي څه ډول ماحول جوړ کړي خو وایي هڅه کوي ستونزې حل کړي.
نوموړی همدا راز ویلي: " د انسان د
ژوند ژغورل تر هر څه ډېر لومړیتوب لري او مونږ هم په همدې لټه کې یو چې خلکو ته
مرستې ورسېږي."
افغانستان
کې د بشر دوستانه چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) هم پر خپله ټوېټر پاڼه دغو بندیزونو ته
په اشارې ویلي:" ښځینه کاروکوونکې د میلیونونه کډوالو او کورنیو بې ځایه شویو
په ګډون هغو افغانانو ته د مرستې چمتو کولو او حل لارې موندلو په سر کې دي چې
څلورو لسېزو جګړو او ځورونې اغېزمن کړی دي."
افغانستان
کې د طالبانو له خوا د ښځو پر کار او زده د بندیز له اعلان وروسته نړیوالو غبرګونونه
زیات شوي.
د پولیټیکو خپرونې د امریکا د ولسمشر جوبایډن
ادارې د سرچینو په حواله، راپور ورکړی، واشنګټن داسې ارزونه کوي چې څنګه په
افغانستان کې د ښځو د حقونو په اړه د طالبانو نويو محدودیتونو ته ځواب ووایي، داسې
حال کې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د اوسنۍ محدودې ښکیلتیا د پای ته رسېدو
شونتیا هم شته.
په دغو بحثونو کې نوي اقتصادي بندیزونه، پر
طالب مشرانو د سفر بندیزونه او د ځینو بشري مرستو د محدودولو غوراوي شامل دي.
سره له دې چې دغه برخه
کې پر طالبانو فشارونه زیات شوي خو د دغې ډلې په پرېکړه لا هم هېڅ بدلون نه دی راغلی.