يونیسف: ښايي راتلونکی کال نژدې يو میليون افغان ماشومان خوارځواکه شي

افغانستان

د عکس سرچینه، unicef

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (يونیسف) خبرداری ورکړی چې په راتلونکي (۲۰۲۳) ميلادي کال کې به په افغانستان کې شاوخوا ۹۰۰ زره ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ شي.

د ملګرو ملتونو دغې ادارې په يوه ټويټ کې ويلي مخکې له دې چې د دغو ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخ شي د درملنې لپاره بېړنۍ مرستې ته اړتيا لري.

دغې ادارې زياته کړې چې تېر کال يې د ۴۵۷ زره ماشومانو چې له خوارځواکۍ سره مخ وو درملنه کړې ده.

څو ورځې وړاندې يونيسف د ۱۱۰ ميليونه ماشومانو سره د مرستې لپاره د ۱۰ اعشاريه درې ميليارده ډالرو د بېړنۍ مرستې غوښتنه کړې وه چې په وينا يې د سختې خوار ځواکۍ، کورونا وېروس او د هوا ډېرېدونکو اغېزو سره مخ دي.

افغانستان

د عکس سرچینه، UNICEF

د يونيسف له خوا مرستې ته د اړتيا وړ هېوادونو نوملړ کې افغانستان د څه باندې ۱.۶ ميليارده ډالرو سره په لومړي، اوکرايين د يو ميليارد او سوريه د نژدې ۹۰۰ ميليونو ډالرو مرستې ته د اړتيا لرلو سره په دويم او درېيم نمبر ځای لري.

افغانستان د هغو هېوادونو په سر کې دی چې ګڼ شمېر ماشومان یې خوار ځواکه دي. یونیسف وایي، له ۲۰۱۸ کال نه تر اوسه په افغانستان کې د خوار ځواکو ماشومانو شمېر نژدې دوه ځله زیات شوی دی.

یونیسف خبرداری ورکړی و چې د خوار ځواکو ماشومانو شمېر لا په ډېرېدو دی او د اوکرایین جګړه چې نړۍ یې نوره هم د خوراکي توکو له کمښت سره مخ کړې، دا وضعیت لا پسې ناوړه کړي.

په نړیواله کچه کورونا وبا، اقلیمي بدلونونو او جنګ جګړو ډير ماشومان دې حالت ته رسولي دي. په افغانستان کې خرابېدونکی اقتصادي وضعیت، بې کاري، د نړیوالو مرستو کموالی او وچکالي د دې لامل شوې چې په خوارځواکۍ اخته ماشومانو شمېر زيات شي.