بدخشان کې د پوهنتون له تړل کېدو وروسته ښځينه محصلانو احتجاج کړی

بدخشان کې ښځيه محصلانې لاريون کوي

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA

په بدخشان کې د پوهنتون ځینو ښځینه محصلانو وروسته له هغه لاریون وکړ چې ویل کېږي د طالبانو له خوا د ټاکل شوي "حجاب" نه مراعاتولو پر سر، د پوهنتون دروازه د نجونو پرمخ وتړل شوه.

پر ټولنيزو رسنيو خپرو شویو وېډیوګانو کې ښکاري چې معترضې نجونې د پوهنتون له دروازې د ځايي طالبانو له خوا په تاوتريخجن غبرګون کې شړل کېږي.

له دې وروسته ښځينه محصلانې د پوهنتون مخې ته راغونډې شوې وې او د دغه چلند پر ضد يې لاريون وکړ چې ځینې یې د طالبانو د ساتونکو له تاوتريخوالي او وهلو ټکولو سره مخ شوې دي.

مظاهره کوونکو محصلينو د طالبانو دغه چلند غندلی او "د ښځې، ژوند او ازادۍ" شعارونه يې ورکول.

په ويډيوګانو کې ليدل کېږي چې د ښځینه زده کوونکو په بشپړ ډول تور اوږدې جامې په تن دي او پړوني يې پر سر دي.

هڅه مو وکړه چې پر دې موضوع د طالبانو د لوړو زدکړو وزارت هم وغږوو،‌ خو هغوی له څه ویلو ډډه کوله.

د لاريون کوونکو نجونو شمېر لسګونو ته رسېده چې "تعلیم ته د لاسرسي" شعارونه یې هم ورکول.

بدخشان کې ښځيه محصلانې لاريون کوي

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت ولايتي چارواکو ویلي، د محصلانو پر مخ د دروازې د تړلو پرېکړه، پخپله د پوهنتون د دعوت او ارشاد د کمېټې کړې ده.

په بدخشان کې د امربالمعروف او نهي عنی المنکر د ادارې مشر شېر احمد وايي، "هغه چا چې د پوهنتون دروازه تړلې او د نجونو د ننوتو مخه يې نيولې، موږ هغوی ته خبرداری ورکړی چې د امربالمعروف په کار کې د هېڅ ډول لاسوهنې اجازه نه لرئ. د امربالمعروف کار سپارښتنه ده.‌ موږ داسې کړنلاره لرو د بې حجابو ښځو لپاره نورې لارې چارې پکې نشته، نه د پوهنتون د دروازې تړل."

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د بدخشان پوهنتون د ښځینه محصلانو په اړه غبرګون ښودلی او ملاتړ یې کړی دی.

دا لومړی ځل نه دی چې د نجونو او ښځو په اړه د طالبانو پر سياست او چلن ښځې اعتراض کوي.

طالبانو په تېر يوه کال کې په پرلپسې ډول پر ښځو او نجونو محدوديتونه ډېر کړي، په په ځانګړي‌ ډول يې د ښځو د زدکړو او کار فرصتونو محدود کړي دي.

نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو سازمانونو هم په افغانستان کې د نجونو د منځنيو ښوونځیو پر بیا پرانیستلو ټینګار کړی او دا یې له نړیوالې ټولنې سره د طالبانو د اړیکو ښه کېدو لپاره مهم شرط هم بللی دی.

خو د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې د دغو ښوونځیو د تړلو له پرېکړې ۱۳ میاشتو تېرېدو سره سره لا هم د ښوونځیو دروازې تړلې پاتې دي.