د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې افغانستان په اړه ځانګړې غونډه کېږي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, ابراهیم امیري
- دنده, بي بي سي، لندن
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت "یوناما" ویلي چې د دې استازولۍ سرپرست مشر مارکس پوتزل به نن سې شنبه د امنیت شورا غړو ته افغانستان کې د حالاتو په اړه مالومات ورکړي.
د افغانستان د حالاتو په اړه اندېښنې، بشري حقونه، له افغانستان سره نړیوالې مرستې او روان اقتصادي او بشري بحرانونه هغه څه دي چې بحث به پرې وشي.
د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا دا ځانګړې غونډه د افغانستان په وخت ماښام مهال جوړېږي.
دا په یوه میاشت کې د امنیت شورا دویمه غونډه ده چې په افغانستان کې د حالاتو په اړه بحث په کې کېږي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق وايي چې د امنیت شورا په دې ځانګړې غونډه کې به وینا وکړي او په خبره یې د پخوا په څېر به د افغانستان او افغانانو په اړه د غونډې ګډونوالو ته مالومات ورکړي.
نوموړي بي بي سي ته وویل په پام کې ده چې له اصلي غونډې وروسته یوه بله ناسته هم د بندو دروازو ترشا وشي.
ښاغلي فایق وویل "په پام کې ده چې د امنیت شورا له غوندې وروسته، ګډونوال یوه بله مشورتي ناسته د بندو دروازو ترشا هم ولري - په دې ناسته کې به د ملګرو ملتونو سرمنشي په افغانستان کې د تېرو دریو میاشتو د حالاتو په اړه د غونډې ګډونوالو ته رپوټ ورکړي.
هیله من یو چې په دې ناسته کې خبرې د افغانستان پر اصلي مسایلو ورټولې وي او داسې بحثونه وشي چې د افغانستان له اوسنیو شرایطو سره مرسته وکړي."

د عکس سرچینه، Afghanistan Mission to UN
د امنیت شورا د نننۍ اصلي غونډې یوه برخه افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونو په هکله خبرو او بحث ته ځانګړې شوې ده.
ټاکلې په دې برخه کې یو شمېر افغان ښځینه فعالانې ګډون او څرګندونې وکړي.
په دې ډله کې د ولسي جرګې او طالبانو سره د سولې مذاکراتي پلاوي پخوانۍ غړې فوزیه کوفي هم شامله ده.
هغې بي بي سي ته وویل له ګڼو افغان ښځو سره یې دې غونډه کې د خبرو په اړه سلا مشورې کړې دي.
یوه میاشت وړاندې د افغانستان په اړه د امنیت شورا په غونډه کې د چین، روسیې او امریکا د استازو ترمنځ لفظي شخړه وشوه.
د امریکا استازې طالبان په افغانستان کې د اوسني وضعیت مسوول وبلل او ټینګار یې کاوه چې د افغانستان بانک کنګل کړې پیسې به طالبانو ته نه ورکول کېږي.

د عکس سرچینه، .
خو د چین او روسیې استازو په افغانستان کې د اوسني وضعیت پړه پر امریکا واچوله.
دا په داسې حال کې ده چې څه باندې یوه میاشت مخکې د لوړ پوړو طالب چارواکو د سفر کولو معافیت پای ته رسېدلی او تراوسه د همدې اختلافاتو له امله د امنیت شورا غړي نه دي توانیدلي پریکړه وکړي چې د طالب چارواکو د سفر معافیت وغځوي او کنه.
بلخوا د طالبانو حکومت یو ځل بیا له ملګرو ملتونو غوښتي چې په دغه سازمان کې د افغانستان څوکۍ د دوی استازي ته وسپاري.
طالبانو تېر کال په قطر کې د خپل سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین ملګرو ملتونو ته د افغانستان د استازي په توګه معرفي کړ خو ملګرو ملتونو د طالبانو غوښتنه ونه منله او د پخواني جمهوري حکومت استازی نصیر احمد فایق اوس هم په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سرپرست استازی دی.










