کرزی: پنجشېر کې دې "ورور وژنه" بنده شي؛ بښنې نړیوال سازمان د پلټنو غوښتنه کړې

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په پنجشېر کې د وروستي تاوتریخوالي او جګړې په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او د طالبانو له حکومته یې غوښتي چې د "ورور وژنې او وینې بهېدنې" مخه دې ونیسي.
ښاغلي کرزي د جمعې پر ورځ په دې اړه په پرله پسې درې ټوېټونه کړي او ویلي دي چې د افغانستان په اوسني وضعیت کې د یوه مسول په توګه د طالبانو سرپرست حکومت ته مخ ور اوړي چې جګړه بس او د خبرو له لارې ستونزه حل کړي.
حامد کرزي ویلي، "په اوسني وضعیت کې تر ټولو ډېر مسولیت د سرپرست اسلامي حکومت دی چې په دغه هېواد کې د تل پاتې سولې او ثبات لپاره ژر تر ژره د یوه ملي بحث زمینه برابره کړي."
د افغانستان دغه پخواني ولسمشر همدا راز ویلي، "تېرو ترخو تجربو ښکاره کړې چې جګړه او وینه بهول ستونزې حلوي نه بلکې اپوټه د بربادۍ او ویجاړۍ د ډېرېدو لامل کېږي."
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 1
په ورته مهال د بښنې نړیوال سازمان هم د هغو ویډیوګانو په تړاو چې ظاهراً پنجشېر کې د جنګي اسیرانو وژنه پکې ښودل شوې، اندېښنه ښودلې ده.
د بښنې نړیوال سازمان وایي، د دوی لومړیو پلټنو ښودلې چې دا ویډیوګانې تازه دي او ښیي چې د ملي مقاومت جبهې په نامه د یوې ډلې کسان د طالبانو په لاس وژل کېږي.
یاد سازمان ویلي، د جنګي اسیرانو وژنه د نړیوالو قوانینو پر بنسټ یو جنګي جنایت دی او له طالبانو یې غوښتي چې دا لړۍ دې ژر تر ژره ودروي.
د سازمان پر ټوېټر پاڼه خپره شوې اعلامیه کې راغلي، طالبان باید د دغو ویډيوګانو په اړه بشپړې پلټنې وکړي او پړ کسان دې محاکمه شي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 2
دا غبرګونونه او غندنې داسې مهال راځي چې پنجشېر کې د طالبانو او د مقاومت جبهې په نوم ډلې تر منځ سخته جګړه شوې او تېرو څو ورځو کې پر خواله رسنیو ځينې داسې ویډيوګانې لاس په لاس شوې چې پکې ښکاري، ظاهرا طالب وسله وال د مقاومت جبهې یو شمېر جنګي اسیران وژني.
خو طالبان په پنجشېر کې د جنګي اسیرانو وژل ردوي او ویلي یې دي چې هغه ټول کسان د جګړې په ډګر کې وژل شوي دي.
طالبانو همدا راز د دې پېښې د پلټلو خبره هم کړې ده چې بېلا بېل کورني او بهرني غبرګونونه یې له ځانه سره لرلي.
وړمه ورځ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یوناما هم په دې اړه پخپله اعلامیه کې خواشيني څرګنده کړې وه او ویلي یې وو چې په جګړه کې د ژوندیو نیول شویو کسانو حقونو ته باید ښکېلې خواوې درناوی وکړي.
دغه بنسټ همدا راز ویلي وو چې وضعیت له نږدې څاري او د جنګي جنایت ترسره کوونکو محاکمه کول یې غوښتي وو.
غور کې د یوې هرازه کورنۍ د شپږ غړو وژنه

د عکس سرچینه، Amnesty International South Asia
په همدې حال کې د بښنې نړیوال سازمان هم پر طالبانو غږ کړی چې " خپلې ظالمانه هدفي وژنې بس کړي".
دغه سازمان دا غوښتنه نن (جمعه) په یوه تازه خبرپاڼه کې کړې چې په ترڅ کې یې د خپلو څېړنو ځینې پایلې هم په ډاګه کړې دي.
د بښنې نړیوال سازمان ویلي، په څېړنو کې ورته جوته شوې چې د طالبانو امنیتي ځواکونو په غور ولایت کې د یوې هزاره کورنۍ شپږ غړي په یوه قصدي برید کې وژلي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې، "د ۲۰۲۲ کال د جون پر ۲۶ د طالبانو امنیتي ځواکونو د شپنیو عملیاتو په ترڅ کې د ولسي پاڅون یوه پخواني هزاره قومندان محمد مرادي پر کور چاپه اچولې. څلور سړي یې تر نیولو وروسته په ناقانونه توګه اعدام کړل چې لږ تر لږه د یوه پر بدن د شکنجې نښې هم ښکاري."
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 3
دغه بنسټ وايي، د پېښې ځینو شاهدانو سره یې خبرې کړي چې ورته ویلي یې دي، په دغه برید کې یوه ۱۲ کلنه نجلۍ او د طب پوهنتون یوه ۲۲ کلنه محصله هم وژلې دي.
د بښنې نړیوال سازمان د څېړنې له مخې، طالبانو دغه قومندان ته د بښنې لیک هم ورکړی و او په خبره یې، دا په پراخه کچه په ناقانونه توګه د طالبانو په لاس د هدفي وژنو یوه بېلګه ده.
طالبانو د بښنې نړیوال سازمان دې تازه اعلامیې ته تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی









