افغانستان کې سېلابونه؛ د لوګر خوښۍ ولسوالۍ کې درانه زیانونه اوښتي

د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو د سختو ورښتونو او سېلابونو خبر ورکړ شوی دی.

دغو سېلابونو کې تر دې دمه یوازې د لوګر ولایت په خوښۍ ولسوالۍ او نورو سیمو د لږترلږه ۱۰ کسانو د وژل کېدو پخلی شوی.‌

رپوټونه وايي خوښۍ ولسوالۍ ګڼ کسان خپلو کورونو کې بند پاتې دي او ښایي د مرګژوبلې شمېر لا ډېر لوړ شي.

د طالبانو حکومت کې د کابل منیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ هم پر خپل ټویټر لیکلي چې "لوګر کې سېلابونو پر ملت تور تم جوړ کړی او انسانان پکې بند پاتې دي."

هغه له مرستندویه ادارو غوښتي‌ چې خپل ټیمونه سیمې ته واستوي.

د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند محمد صادق عاکف هم پر خپل ټویټر لیکلي "په ټولو خیریه بنسټونو او موسیساتو غږ کوو چې د لوګر ځینې ولسوالۍ لکه خوښۍ، برکي برک، مرکز او څرخ سختو سیلابونو ځپلي چې ګڼ هیوادوال یې له سختو مالي او ځاني تاوانونه سره مخ کړي دي، د خپلې همدردۍ په اساس همدا وخت ده چې په ټول توان یې مرستې ته را وړاندې شئ."

له دې سره باختر خبري اژانس لیکلي چې سېلابونو خوښۍ ولسوالۍ او د لوګر نورو سیمو کې لسګونه کورونه او سلګونه جریبه کرنیزې ځمکې وړې دي.

باختر زیاته کړې چې د لوګر سېلاب ځپلو سیمو کې خلکو سره مرستې لپاره ژغورندوینه ډلې استول شوې دي.

په ورته وخت کې رپوټونه وايي تازه سېلابونو د ننګرهار بهسودو، بټي کوټ سره رود، حصارک چپرهار، د میدان وردګو چک او غزني ښار کې هم زیانونه اړولي دي.

د طالبانو حکومت دفاع وزارت پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د وی ځواکونو د ننګرهار بېلابېلو ولسوالیو کې د سېلاب ځپلو مرسته کړې، "خلک او د هغوی مالونه یې خوندي ځایونو ته لیږدولي دي."

خو له دغو سیمو تر اوسه وروستیو سېلابونو کې د اوښتې مرګ ژوبلې جزییات نشته.

د یادونې ده چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت او همدا راز هوا پېژندنې ادارې راتلونکو دریو ورځو کې بېلابېلو ولایتونو کې د سېلابونو راوتلو خبرداری ورکړی دی.

دغو ادارو ویلي ښایي کونړ، لغمان، ننګرهار، پنجشېر، غوربند، پکتیکا، خوست، پکتیکا، لوګر، وردګو، غزني، تالقان، بامیان، سمنګان، بلخ، سرپل، جوزیان، ترینکوت، ارغندان، نیمروز او فراه ولایاتونو کې د اوبو سطحه لوړه شي.

دوی له خلکو غوښتي چې د سېندونو غاړو ته له تګ راتګ ډډه وکړي.