د طالبانو واکمنۍ یو کال؛ پاکستان سره د طالبانو اړیکې او پر دوی یې سیاسي او فکري اغېز

طالبان او پاکستان

د عکس سرچینه، Getty Images

په افغانستان د طالبانو پر بیاځلې واکمنۍ یو کال اوړي خو پاکستان، چې د طالبانو یو تر ټولو نژدې ملاتړی بلل کېږي، ولې تر اوسه د طالبانو حکومت په رسميت نه دی پېژندلی؟

تېرو حکومتونو په ځانګړي ډول د مخکېني ولسمشر محمد اشرف غني په دوره کې پاکستان ته په پرله پسې ډول د نیوکې ګوته نیول کېده چې ګواکې په کلکه د طالبانو نظامي او مالي ملاتړ کوي‌ او دوی ته خوندي پټنځایونه برابروي. خو اوس چې طالبان واک ته رسېدلي، د کابل او اسلام اباد تر منځ اړیکې څنګه دي؟

د پاکستان حکومت، هلته شته روحاني ډلې او د پاکستاني طالبانو مشران په افغانستان کې له طالب مشرانو سره څومره نژدې اړیکې لري او څومره سیاسي نفوذ پکې لري؟

دې پوښتنو ته مو په افغانستان کې د طالبانو واکمنۍ د یو کلنۍ په مناسبت د رپوټونو د لړۍ په دغه رپوټ کې د ځواب موندلو هڅه کړې ده.

پر افغانستان د طالبانو بیا واکمنېدو باندې لا شل ورځې اوښتې وې چې د پاکستان د پوځي استخباراتو یا ISI پخوانی مشر فیض حمید په ناڅاپي سفر پلازمېنې کابل ته لاړ.

دا د ۲۰۲۱ کال د سپتمبر څلورمه نېټه وه. ټيک هغه ورځ چې ټاکل شوې وه طالبان خپل دولت اعلان کړي. د ښاغلي حمید دې ناڅاپي سفر ګڼې پوښتنې راولاړې کړې.

له جنرال فیض حمید یوه بهرني خبریال پوښتنه وکړه چې، "تمې یې څه دي، په افغانستان کې به څه پېښ شي؟." ده په یوه لنډه جمله ځواب ورکړ چې، "اندېښنه مه کوئ، هر څه به سم شي."

ځینو ته کابل ته د پاکستان د استخباراتي ادارې د دغه پخواني مشر سفر داسې ښکاره شو چې د افغانستان په چارو کې پر ټولو، په ځانګړي‌ ډول پر هند لاس بری شو.

"د طالبانو پر پرېکړو د پاکستان پر اغېز سترګې نه شي پټېدلی"

فیض

د عکس سرچینه، LINDSAY HILSUM

د عکس تشریح، له جنرال فیض حمید یوه بهرني خبریال پوښتنه وکړه چې، "تمې یې څه دي، په افغانستان کې به څه پېښ شي؟." ده په یوه لنډه جمله ځواب ورکړ چې، "اندېښنه مه کوئ، هر څه به سم شي."

یو شمېر نور تحلیلونه دا وو چې ښاغلي حمید د طالبانو د نوي حکومت د جوړېدو لپاره کابل ته سفر کړی چې دا پر طالبانو د پاکستان د نفوذ ژوروالی ښيي.

خو طالبانو په وار وار دا رد کړې چې پر پاکستان دې تکیه وي او یا دې دغه هېواد د دوی پر سیاسي پرېکړو اغېز ولري، بلکې ویلي یې دي چې پخپلو چارو کې خپلواک دي.

خو حلیم فدايي، چې د تېر جمهوري نظام پر مهال ډيورنډ کرښې ته څېرمه د خوست او پکتیا په څېر ولایتونو والي پاتې شوی، وايي چې د پاکستان د سیاسي او ستخباراتي مسایلو پر رمزونو پوهېږي.

ښاغلی فدايي وايي، "پر طالبانو او د دوی پر پرېکړو د پاکستان پر اغېز سترګې نه شي پټېدلی".

افغانستان ته د پاکستان د استخباراتو یا ISI پخواني مشر تر سفر وروسته د کابل او اسلام اباد تر منځ رسمي او نارسمي سفرونه ډېر شول.

که څه هم په تېر کې د دواړو هېوادونو خپل منځي اړیکې له ډيپلوماتیکو لوړو ژورو سره مل وې خو پاکستاني چارواکي څه فکر کوي چې په وروستیو څلوېښتو کلونو کې یې له افغانستان سره اړیکې مخکې ښې وې او که اوس؟

په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان په دې اړه بي بي سي ته وویل، "فکر کوم افغانستان او پاکستان نژدې ګاونډیان دي او موږ ۲۶۰۰ کیلومتره پوله لرو. موږ ګډ تاریخ، دین او کلتور لرو نو ځکه اړتیا ده چې دواړه هېوادونه ښې اړیکې ولرو."

منصور احمد خان مني چې دغه اړیکې وخت نا وخت له ستونزو سره مل وې چې په خبره یې د دوو ګاونډیانو تر منځ دا طبعي خبره ده خو زیاتوي، "مهمه دا ده چې پر حل لارو او پرمختګ باید فکر ورټول شي. د تېرې څلوېښت کلنې جګړې له کبله زموږ اړیکې په بېلا بېلو ډولونو اغېزمنې شوې دي او زما په نظر د بهرنیو قدرتونو د لاسوهنو له کبله زموږ اړیکې زیانمنې شوې. همدا سر له ننه موږ ښو اړیکو او ټينګښت ته یې خوشبین یو. مهمه دا ده چې سیمې سره ونښلوو او پر اقتصاد ټینګار وکړو چې پېښور له کابل، مزار او کوټه له کندهار او هرات سره وصل کړو."

خو د کابل او اسلام اباد تر منځ د اړیکو په اړه د پاکستان د ځینو خپلواکو پوهانو نظر بیا توپير لري.

که پاکستاني طالبانو سره خبرې ناکامه شي نو...

طالبان

د عکس سرچینه، Getty Images

د پېښور پوهنتون استاد ډاکټر سید عرفان اشرف وايي، پاکستان اوس هم د افغانستان په اړه پخپل سیاست کې بدلون راوستلو ته چمتو دی او په خبره یې، تر ملاتړ پرته بله چاره نه لري.

ښاغلی اشرف زیاتوي، "د اشرف غني حکومت لخوا پاکستان سره د ښو اړیکو لپاره ګامونه اخیستل شوي، خو هغسې عملي شوي نه دي. ځکه چې موږ ته ښکاري، د پاکستان لخوا هغې ته هغسې تاييد حاصل نه شو. افغانستان کې طالبان د پاکستان يو داسې ماشوم دی چې پاکستان هغه خپه کول نه غواړي ځکه چې په پاکستان تور دی چې طالب په واک کې راوستی هم د پاکستان پوځ دی او که نه وي هم. نو د طالبانو مشران اکثره يا خو په کويټه کې وو او يا په قبايلي سيمو کې وو چې اوس په خيبر پښتونخوا کې شامل شوي. اوس پاکستان خپل اقتصاد هم نشي کنټرول کولی او بلخوا پې طالبان هم يو پيټی دي. پاکستان په افغانستان کې خپلو پاليسو بدلولو ته تيار نه دي او اوس خطر دا دی چې افغانستان سره د پاکستان د بي ثباتي هم انديښنه ده."

خو ځینې پاکستاني کارپوهان په دې اند دي چې د پاکستاني طالبانو تحریک یا TTP سره د افغان طالبانو لنډې تنګې اړیکې هغه څه دي چې ښايي په راتلونکي کې د کابل او اسلام اباد تر منځ اړیکو باندې اغېز وکړي.

که څه هم په وروستیو کې له پاکستان حکومت سره د تحریک طالبان پاکستان تر منځ خبرو اترو ته د لارې برابرولو له کبله د دواړو هېوادونو په اړیکو کې يو ښه بدلون بريښي خو داسې ښکاري چې طالبان په دغو خبرو کې من‍ځګړتوب د خپلو سياسو ګټو لپاره کاروي او که چیرې اوس د پاکستان حکومت او تحريک طالبان پاکستان تر من‍ځ خبرې اترې ناکامه کېږي نو نېغ اثر به د پاکستان او افغان طالبانو تر منځ پر اړيکو پرېوځي.

په پېښور کې خبریال او څېړونکی رفعت الله اورکزي له بي بي سي سره په خبرو کې همدا راز وویل، "کومې خبرې اترې چې مخکې شوي هغه ناکامه شوي، خو دا ‍‍‍‍‍ ځل پکې اوس امارت اسلامي منځکړی دی، زه فکر کوم که دا ځل دا خبرې ناکامه کېږي نو ورسره د طالبانو او د پاکستان تعلقات خرابېدی شي. اشرف غني د خپلې واکمنۍ پر مهال د پاکستان او افغانستان تر من‍‍‍ځ په ګډه پوله په اغزن تار دومره احتجاج نه و کړی لکه اوس یې چې افغان طالبان کوي، د کومې چې افغان طالبانو نه توقع نه کېده. اغزن تار اوس هم د پاکستان او افغانستان تر منځ يوه ستره مسئله ده او افغان طالبان ترې سياسي ګټه هم اخلي."

پاکستان ولې د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني؟

طالبان

د طالبانو حکومت يو کال پوره شو خو د پاکستان په ګډون تر اوسه د نړۍ يوه هېواد یې هم حکومت په رسميت نه دی پېژندلی.

پاکستان داسې انګیري چې د سیمې قدرتونو نه پرته د طالبانو حکومت په رسميت پېژندل په خپله د پاکستان او د افغان طالبانو لپاره د تاوان لامل کېدلی شي.

په پېښور کې د ډان ورځپاڼې خبریال او څېړونکی علي اکبر وايي، "اوس مهال امريکا د هغه خفګان نه ده رواتلې چې څه ورسره افغانستان کې وشول. نو امريکا د هغې زور له پاکستان اوباسي. هم په معاشي پاليسۍ کې دغه زور اوباسي او هم د طالبانو په هکله. که پاکستان د طالبانو حکومت په رسميت و پېژني نو چې اوس ورسره کومه مرسته کوي کېدای شي بيا دغه هم ونه کړای شي."

په افغانستان کي د بانکي نظام له اغېزمنېدو او وخت نه وخت د تورخم ، غلام خان او چمن لارو له تړل کېدو سره د دواړو هېوادونو تر منځ په تېر يوه کال کې تجارتي اړيکې هم متاثره شوې دي.

د اقتصادي چارو کارپوهان وایي، پاکستان او افغانستان کې چې حکومت د هر چا وي، دواړو هېوادونو ته په کار دي چې د سوداګرۍ د ودې لپاره خپلې سياسي اړیکي له تجارتي اړيکو جلا وساتي.

د جمهوري نظام تر سقوط وروسته پاکستان لومړی هېواد و چې پر افغان خاوره يې تېری وکړ

خوست
د عکس تشریح، پر خوست او کونړ د پاکستاني جېټ الوتکو په بمبارۍ کې تر ډېره د شمالي وزيريستان کډوالو ته مرګ ژوبله اوښتې وه

د یادولو ده چې افغانستان کې د جمهوري نظام تر سقوط وروسته پاکستان هغه لومړنی هېواد و چې د طالبانو په واکمنۍ کې یې د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا باندې تېری وکړ او په خوست او کونړ ولایتونو کې یې هوايي بمبارۍ وکړې.

په دغو بریدونو کې تر ډېره تر ډيورنډ کرښې هغې خوا ته اوښتي او هلته مېشت وزیرستاني وګړي ووژل شول.

تر دغه برید وروسته د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان سفیر احضار کړ او سرپرست وزیر امیرخان متقي وویل چې که داسې پېښې بیا تکرار شي نو د دواړو هېوادونو اړیکې به زیانمنې کړي.

د افغانستان او پاکستان مسایلو ځينې پوهان وايي، يوازینۍ مسئله چې د طالبانو او پاکستان تر منځ اړیکې پیکه کولای شي، هغه د تحریک طالبان پاکستان څخه د طالبانو حکومت ملاتړ دی.

خو په خبره یې، که چیرې داسې ونه شي نو د طالبانو حکومت لږ تر لږه په نژدې راتلونکي کې د پاکستان له سیاسي او فکري نفوذ او تکیې ځان نه شي ژغورلی.