تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د امریکا او قطر د بهرنیو چارو وزیران په کمبوډیا کې د افغانستان په اړه غږېدلي
د قطر او امریکا د بهرنیو چارو وزیران داسې مهال غونډه کوي چې کابل کې دالقاعده د مشر له وژنې وروسته طالبانو او امریکا يو پر بل تور لګولی چې د قطر په منځګړیتوب د سولې شوې هوکړې یې سرغړونه کړې.
د قطر او امریکا د بهرنیو چارو وزیران محمد بن عبد الرحمن آل ثاني او انتوني بلېنکن د سویل ختیځې اسیا د هېوادونو غونډه کې د ګډون لپاره کمبوډیا ته تللي، دوی د همدې غونډې په څنډه کې سره کتلي او د افغانستان په اړه یې هم خبرې کړې دي.
د دې غونډې په اړه د قطر د بهرنیو چارو وزیر پر ټویټر یوه بیان کې ویلي، له ښاغلي بلینکن سره یې د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې کړې دي.
ښاغلي بلېنکن بیا د قطر او امریکا ترمنځ همکاري ستایلي او ویلي یې دي چې قطر د نړۍ لروبر کې په بېلابېلو مسلو کې دامریکا نژدې همکار هېواد دی.
نوموړي ويلي، "موږ پر ټيليفون ډېرې خبرې کړې، زما له نظره دا د امریکا او قطر ترمنځ د سیمې او نړۍ د بېلابېلو مسلو په اړه د ډېرې نژدې همکارۍ څرګندونه کوي. موږ د افغانستان او ایران په ګډون د څو سیمه ییزو مسلو په اړه خبرې وکړې. امریکا له قطر سره دې همکارۍ او مشارکت ته چې د ناټو له چوکاټه دباندې مهم متحد دی، ډېر ارزښت ورکوي، د دې ترڅنګ قطر د هغو عاجلو ننګونو پر وړاندې د مقابلې په برخه کې یو ښه متحده دی چې امریکا د نړۍ لروبر کې وسره مخامخ ده.
دا نه ده معلومه چې په دې غونډه کې د افغانستان په تړاو څه ویل شوي، خو د نړیوالو اړیکو کارپوه محمد اکرم اندیشمند وايي کابل کې د القاعده ډلې د مشر وژل کېدو پېښې وروسته دا لیدنه مهمه ده. دی وايي قطر هڅه کوي دا پېښه د طالبانو په ګټه تمامه شي.
نوموړی زياتوي، که د ایمن الظواهري وژنه د طالبانو په همکارۍ شوې چې زما له نظره د دوی له همکارۍ پرته ناشونې وه نو په واقعیت کې طالبانو د دوحې هوکړه عملې کړې ده. اوس طالبان په تمه دي چې د دې همکارۍ بدل يو څه تر لاسه کړي او هغه له امریکا سره لا پراخې اړیکې دي. "
قطر په سیمه کې دامریکا د تر ټولو لویې پوځې اډې کوربه دی. یو کال وړاندې د طالبانو بیا واک ته رسېدو وروسته د امریکا سفارت هم دې هېواد ته لېږدول شوی او له ۲۰۱۳ کال راهیسې د طالبانو دفتر هم هلته دی.
د امریکا او طالبانو ترمنځ د روغې جوړې خبرو کوربه تر ډېره قطر و. او له افغانستان د امریکايي ځواکونو د وتلو هوکړه هم د همدې هېواد په کوربتوب لاسلیک شوه.