تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
طالبانو سره د "لومړي تماس" حکومتي پلاوی کابل ته ستون شو
هغه پلاوی چې افغان حکومت له طالبانو سره د لومړي تماس ټینګولو په موخه قطر ته استولی و، له شاوخوا دوه اوونیو تېرولو وروسته کابل ته ستون شوی.
د افغانستان د ملي امنیت شورا له خوا نن پنجشنبه ( ۱۲ مارچ) په خپاره شوي بیان کې ویل شوي چې دا پلاوی د قطر په وړاندیز او له امریکا سره د تفاهم پر بنسټ دغه هېواد ته استول شوی و.
د ملي امنیت شورا بیان کې له طالبانو سره د دې پلاوي د لیدنې په اړه څه نه دي ویل شوي. خو زیاتوي چې دې پلاوي د امریکا، قطر، ناروې اندونیزیا او جرمني له چارواکو سره لیدلي دي.
بیان زیاتوي چې د ولسمشر محمد اشرف غني د تازه فرمان د ښه تطبیق لپاره چې د طالب زندانیانو د خوشې کولو او عفوې په تړاو صادر شوی، د افغان حکومت یو بل پلاوی به دوحې ته سفر وکړي. خو د سفر نېټه یې نه ده یاده شوې.
د لومړي تماس په موخه په تېر پلاوي کې د سولې د وزارت مرستیال عبدالخالق بالاکرزی، د ملي امنیت شورا مرستیال سلیم شاه ابراهیمي، په اندونیزیا کې د افغانستان سفیر فیض الله ذکي، د عدلیې وزارت مرستیاله مېرمن زکیه عادلي، د حج او اوقافو وزارت مرستیال مولوي مظفري او د محابسو د تنظیم ادارې مشر ښاغلی توتاخېل شامل وو.
د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته ویلي وو چې دا پلاوی د طالبانو لخوا قطر ته نه دی ورغوښتل شوی او دوی به ورسره هېڅ ډول خبرې هم نه کوي.
خو وورسته طالبانو وویل چې یوازې د زندانونو له چارواکو سره به د زندانیانو د تبادلې په تړاو لیده کاته وکړي.