تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
طالبان: زموږ د بندیانو لېست کې هېڅوک "جعل کاري" نشي کولی
په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر وايي، امریکايي پلاوي ته يې د خپلو پنځه زره بندیانو لېست سپارلی دی او په خبره یې څوک جعل یا لاسوهنه نشي پکې کولی.
د دې ډلې د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، د دوی یو پلاوی به لومړی د بندیانو پېژندګلوي کوي او تر تصدیق وروسته به د ژمنې له مخې ټول بندیان په یوه دښته او یا هم زندانونو کې دوی ته ورسپارل کېږي.
د طالبانو له دې څرګندونو یوه ورځ وړاندې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د خپلې لوړې مراسمو کې ویلي وو چې د طالب بندیانو د خوشي کولو په اړه به یو فرمان صادروي.
ولسمشر غني همدا راز وویل چې د طالب بندیانو له خوشي کېدو سره باید تاوتريخوالی کم شي او دا ضمانت هم و اوسي چې د دوی د خوشي کېدو په بدل کې به امنیت ته ګواښ نه پېښېږي.
د امریکا او طالبانو ترمنځ په شوې هوکړه کې د بندیانو خوشي کېدل یوه مهمه، خو په ورته وخت کې جنجالي موضوع ده.
طالبان او امریکا د بندیانو پر خوشي کولو ټینګار کوي، خو افغان حکومت وایي چې د بندیانو د خوشي کولو صلاحیت له دوی سره دی.
ټاکل شوې وه چې نن د مارچ په لسمه نېټه د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې هم پیل شي، خو طالبان ټینګار کوي چې له دې خبرو مخکې باید د دوی بندیان خوشي شي.
ولسمشر غني همدا راز ویلي چې ډېر ژر به یې له طالبانو سره د مخامخ خبرو لپاره مذاکراتي ډله اعلان شي. نوموړي پخوا ویلي وو چې د طالب بندیانو پر خوشي کولو به هم په همدې خبرو کې بحث کېږي.