تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د قطر بهرنيو چارو وزير: نړيواله ټولنه د افغانستان په اړه روښانه ستراتيژي نه لري
د قطر د بهرنیو چارو وزیر وايي چې نړۍ واله ټولنه د افغانستان په اړه "واضحه ستراتیژي" نه لري او د ده په ټکو دا عادلانه نه ده چې د طالبانو بیا واک تر لاسه کولو له امله افغانانو ته "سزا" ورکړل شي.
محمد بن عبدالرحمن آل ثاني چې په آنلاین بڼه یې روم کې یوې غونډې ته وینا کوله وویل، چې قطر له ټولو ښکېلو هېوادونو سره په اړیکه کې دی چې د افغانستان له مسلې سره د چلن لپاره یوه لاره غوره کړل شي.
نوموړی وايي، "ټول باید په دې پوه شو چې بشري مرستي باید له سیاسي مسلو سره ګډې نه شي او نه په سیاسي برخه کې له پرمختګونو سره وتړل شي. دا عادلانه نه ده چې د طالبانو واک تر لاسه کولو له امله افغانانو ته سزا ورکړل شي. "
قطر د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو کوربه و او په تېرو څو کلونو کې د افغانستان په مسله کې د سیمې د هېوادونو په کچه یو تر ټولو ښکېل هېواد دی.
قطر په سیمه کې د امریکا مهم ستراتیژیک ملګری هېواد هم دی او په منځني ختیځ کې د امریکا د تر ټولو لویې پوځې اډې کوربه هم دی.
په امنیتي برخه کې د سیمې او د نورو هېوادونو اندېښنو ته په اشارې سره ښاغلي ال ثاني وویل، چې دوی په افغانستان کې د "داعش خراسان ډلې او نورو ترهګرو ډلو د مخ په زیاتېدونکي ګواښ له امله" اندېښنې لري.
هغه دې اندېښنو او د افغانستان کنګل شوې پانګې ته په اشارې سره وویل چې کابل کې د طالبانو حکومت نشي کولی چې خپلو کارکوونکو ته معاشونه ورکړي نو دا د ترهګرۍ لوی ګواښ رامنځته کوي.
نوموړي وويل، "دا چاره به اقتصادي کړکېچ ته لاره هواره کړي. او دا ښايي ترهګرو ډلو چانس په لاس ورکړي چې نور کسان جذب کړي او یا افغانستان د خپلو بریدونو لپاره وکاروي".
ده ویلي چې نړیواله ټولنه باید افغانانو سره مرسته وکړي چې افغانستان کې پاتې شي.
نړیواله ټولنه غوښتنه کوي چې طالبان باید ټول ګډونی حکومت رامنځته کړي، ښځو او په تېره نجونو ته د کار او زدکړې حق ورکړي.
خو طالبان وايي حکومت یې ټول ګډونی دی او هڅه کوي ټول افغانستان کې له شپږم ټولګې پورته نجونو ته د زدکړې لاره برابره کړي.