تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د قطر د بهرنیو چارو وزیر کابل کې له طالب چارواکو او افغان مشرانو سره کتلي
افغان طالبانو تائید کړې چې د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني د یکشنبې پر ورځ کابل ته رسېدلی او هلته یې له طالب مشرانو او ځينو افغان سياستوالو سره کتلي دي.
دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، دې کتنه کې د طالبانو د سرپرستې کابینې مشر یا رئیس الوزرا مولوي محمد حسن اخوند او د کابینې ګڼو نورو مهم وزیرانو ګډون درلود.
ډاکټر نعیم لیکلي: "په دې کتنه کې دواړو لوریو پر دوه اړخیزو اړیکو، بشري مرستو، د افغانستان راتلونکي اقتصادي پرمختګ او له اسلامي امارت سره د نړیوالو پر تعامل خبرې وکړې".
د ملي مالصحې عالي شورا پر خبله فېسبوکپاڼه ليکلي چې د قطر د بهرنيو چارو وزير له پخوانيي ولسمشر حامد کرزي او عبدالله عبدالله سره کتلي او وايي دواړو غاړو د وروستیو بدلونونو او د ټولګډوني حکومت په جوړولو خبرې کړې دي.
پر کابل د طالبانو تر ولکې وروسته دی تر ټولو جګپوړی بهرنی چارواکو دی چې افغانستان ته سفر کوي.
یاده دې وي چې قطر او ترکیه له تېرې یوې اوونۍ راهیسې د کابل هوایي ډګر پر بیا رغونه هم بوخت وو، چې له کبله یې له یاد هوایي ډګره یو ځل بیا نړیوالې الوتنې پیل شوې.
قطر همدا راز له افغانستانه د بهرنیو او افغان وګړو پروسه کې هم له امریکا او بریتانیا سره مرسته کړې ده.
دا مهال له افغانستان ایستل شوي ګڼ شمېر وګړي په قطر کې په موقتي ډول مېشت دي او امریکا او یا هم اروپایي هېوادونو ته د لېږدول کېدو انتظار باسي.
کابل ته تر رسېدو مخکې شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني د شنبې پر ورځ مسکو کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې وې.
دواړو هېوادونو ژمنه کړې وه چې له افغانستان سره بشردوستانه مرستې باید له سیاسي مسایلو جلا وساتل شي.
دوی همدا راز په افغانستان کې د ثبات لپاره د نړیوالې همکارۍ پر زیاتولو سلا مشوره کړې وه.
قطر یو له هغو هېوادونو دی چې له کلونو راهیسې له افغان طالبانو سره نږدې اړیکې لري.
طالبان له څوکلونو راهیسې په دوحه کې سیاسي دفترلري او ګڼ مهم مشران یې تر دې وروستیو هلته مېشت وو.
خو یاده دې وي چې د قطر په ګډون تردې دمه هېڅ هېواد افغانستان کې د طالبانو لخوا اعلان شوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.