اریانا افغان هوايي شرکت ډیلي ته خپلې الوتنې بېرته پیلوي

د عکس سرچینه، اریانا
طالبان وايي، هند ته به د اریانا افغان هوايي شرکت الوتنې بېرته له سره پیل شي. دغه الوتنې د ۲۰۲۱ کال اګسټ میاشت کې کله چې طالبانو کابل ونیو، ودرول شوې.
باختر اطلاعاتي اژانس د پنجشنبې په ورځ (زمري ۱۳مه) لیکلي، له یو کال ځنډ وروسته به له کابله د هند ډیلي ته د اریانا افغان هوايي شرکت لومړنۍ الوتنه د راتلونکې جمعې په ورځ وشي.
اریانا افغان شرکت پر خپله فېسبوکپاڼه هم لیکلي، چې دغه شرکت هند ته له سره الوتنې پیلوي.
د تېر ۲۰۲۱ کال اګسټ کې کله چې طالبان کابل ته ننوتل او پخوانی حکومت ړنګ شو، د هند په ګډون له ډېرو هېوادونو سره الوتنې بندې شوې.
تر اوسه نوي ډیلي د اریانا افغان هوايي شرکت د الوتنو بېرته پیلېدو په اړه څه نه دي ویلي.
د طالبانو سرچینې وايي، اریانا ایران، روسیې، متحده عربي اماراتو، پاکستان، قطر او ترکیې ته هم ځپلې الوتنې پیل کړې دي.

د عکس سرچینه، Ariana
هند پر کابل د طالبانو له واکمنېدو وروسته خپل سفارت وتاړه، خو د روان کال جون میاشتې لومړیو کې یې یو تخنیکي ټیم کابل ته استولی و چې هلته خپل دیپلوماتیک فعالیت بېرته پیل کړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هم له هنده غوښتي وو چې خپل سفارت بېرته پرانیزي.
تېره ورځ داسې رپوټونه وو چې له افغانستانه به اریانا افغان هوايي شرکت الوتکه کې شاوخوا ۳۰ افغان سیکان هند ولاړ شي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د نورو ګڼو افغانانو په څېر افغان سیکانو هم له هېواده وتل پیل کړل چې ډېری یې کاناډا ته ولاړل.









