افغانستان کې په نشه د روږدو کسانو درملنه ولې 'له جدي ننګونو' سره مخامخ ده؟

په نشه روږدي کسان

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، ارشیف تصویر

رپوټونه وايي، په افغانستان کې په نشه د روږدو کسانو د درملنې په مرکزونو او روغتونونو کې د امکاناتو د کمي له کبله ګڼ ناروغان ژوند بایلي.

په کابل کې د همدغسې یوه مرکز یوه کارکوونکي بي بي سي ته ویلي، چې د دغو ستونزو له امله هلته هره ورځ لږ تر لږه درې ناروغان مري.

د روږدو د درملنې د اړوند پروګرام چارواکي د بوديجې او امکاناتو د کمي ستونزه مني او هیله مندي ښيي، چې د دغو ستونزو د اواري لپاره هڅې روانې دي.

د پکتیا مرکز ګردېز کې یوه ځايي اوسېدونکي بي بي سي ته د خپل روږدي ورور کیسه وکړه چې په ګردېز کې د روږدو د درملنې په یوه مرکز کې ربړېدلی او وهل ټکول شوی.

هغه وايي، ورور يې که څه هم اوس نشه‌يي توکي کارول پرې اېښي، خو رواني ستونزه ورته پیدا شوې.

پر نشه‌يي توکو روږدېدا د نړۍ د تریاکو په تر ټولو ستر تولیدوونکي هېواد افغانستان کې له وړاندې شته ستونزه وه چې دوامدارې بې وزلۍ او د لسیزو جګړو دا ستونزه لا سخته کړې.

اوس ښکاري چې د تېر کال له اګست راهیسې واک ته د طالبانو له رسېدو سره چې نړیوالې مالي مرستې ټکنۍ شوې او د ګڼو کورنیو عاید درېدلی او مېلیونونه نور هم د بې وزلۍ کرښې ته نږدې شوي دا ننګونه نوره هم سخته شوې.

طالبانو که څه هم له یوې خوا د کوکنارو د کرکیلو ورانولو لپاره پراخ او جدي عملیات پیل کړي، د تېر حکومت هغه پالیسي هم په میراث ورپاتې ده چې روږدي کسان به يې کمپونو ته لېږدول.

د روان اوړي په پیل کې طالب ځواکونو پر دوو هغو ځایونو یرغل وکړ چې هلته روږدي کسان راټولېږي او کابو یو نیم زر روږدي کسان يې ترې ټول کړل.

بعضی معتادان در هرات افغانستان می‌گویند ایرانی‌اند

دغه کسان د ابن سينا په نامه د روږدو کسانو د درملنې روغتيايي مرکز ته لېږدول شوي خو هلته يې د سرونو تر خرېلو او تر ۴۵ ورځو پاتې کېدو له کومې درملنې پرته بېرته پرېښودل شوي.

په کابل د ورته یوه درملیز مرکز یوه کارکوونکي د نوم نه ښودلو په شرط بي بي سي ته ویلي، حتی په ورته مرکزونو کې د امکاناتو د نشتوالي له امله ځینې ناروغان ژوند له لاسه ورکوي. دی وايي:

''موږ که د دریو سوو ناروغانو د درملنې وړتیا لرو، زر یا پنځه سوه ناروغان راوړل کېږي، هغه هم په زور چې دا د درملنې خلاف ده. ''

هغه دغه راز وايي، دا چې بشپړ طبي ماشین آلاات، اکسیجن، درمل نه وو نو هره ورځ درې، څلور حتی تر لسو ناروغان تلف کېږي.

خو د روږدو د درملنې د ملي پروګرام مشر ډاکټر نور امین زلمل بي بي سي ته وویل، د تېر حکومت پر مهال په مرکز او ولایتونو کې ۶۹ د روږدو د درملنې مرکزونه وو چې دوی اوس د هغو کارکوونکو ته د معاشونو د برابرولو او رسولو هڅه کوي.

دی وايي، وروسته د ملګرو ملتونو په ملاتړ پنځه نور مرکزونه هم جوړ شول خو د دغو مرکزونو فعالیت بېرته د بوديجې د نشتون په خاطر ځنډېدلی.

په ۲۰۱۵ کال کې ملګرو ملتونو اټکل کړی و چې ۲.۳ مېلیونه وګړو ښايي هغه کال په افغانستان کې نشه‌يي توکي کارول چې د ټول نفوس پنځه سلنه جوړوي چې اوس د اوو کلونو په تېرېدو دا شمېر معلوم نه دی، خو ښکاري چې دا شمېر لوړ شوی.

له دې وړاندې ګلوب انډ مېل کاناډايۍ ورځپاڼې هم د نړیوالو بنسټونو له قوله ريپوټ ورکړی و چې په تېره یوه لسیزه کې د افغان ښځو تر منځ هم د نشه‌يي توکو کارېدل شپږ سوه سلنه ډېر شوي.