افغانستان: په نشه روږدي ۶۵٪ درملل شوي بېرته نشې ته مخه کوي

د عکس سرچینه، AFP
د افغانستان د روغتیا وزارت خبرداری ور کوي، که په دې هېواد کې په نشه یي توکو د روږدېدو ستونزې ته جدي پام ونه شي نژدې راتلونکي کې به انساني ناورین رامنځ ته شي.
د یاد وزارت چارواکي وايي، هر په نشه روږدی کس په بېلا بېلو ډولونو څو تنه نور له ځان سره معتادولی شي چې په وینا یې دمګړۍ څه باندې درې میلیونه افغانان په نشه یې توکو روږدي دي، چې ۸۰۰ زره پکې ښځې او ۱۱۰ زره ماشومان دي.
د عامې روغتیا وزارت وايي، په سلو کې ۶۵ سلنه په نشه روږدي درملل شوي بېرته نشي يي توکو ته مخه کوي.
ملګرو ملتونو د نشه يي توکو پروړاندې په سږني شعار کې ویلي، چې عدالت او روغتیا د سکې دوه مخونه دي او له ټولو اړوندو بنسټونو یې غوښتي چې د نشه يي توکو مبارزه کې په ګډه کار وکړي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار بي بي سي ته وویل، تر هغو چې نشه يي توکو ته لاسرسی اسانه وي، دا ستونزه حلېدل ګران کار دی:
"تر هغو چې نشه يي توکو ته لاسرسی اسانه او ارزانه وي، مبارزه به ورسره ګرانه وي، ټول اړوند ارګانونه یې پرضد باید ګډه مبارزه وکړي".
د روغتیا وزارت په وینا، دا مهال په دې هېواد کې څه باندې څلوېښت زره په نشه روږدي کسان درملل کېږي، خو د کابل په جنګلک سیمه کې د ۳۰۰ بستریز روغتون متخصص احمد ظاهر سلطاني وايي، یوازې درملنه بسنه نه کوي.
نوموړی وايي، روږدي کسان تر درملل کېدو وروسته باید په ټولنه کې په کسب او کار بوخت کړل شي چې بېرته نشه يي توکو ته مخه نه کړي.
'خاموشه څونامي'

د عکس سرچینه، AFP
ښاغلی سلطاني په افغانستان کې په نشه يي توکو د روږدېدا حالت یوه خاموشه څونامي یادوي چې په وینا یې، هره کورنۍ ګواښلی شي:
"کابو درې اعشاره پنځه میلیون معتادین دي، چې له بده مرغه ښځې او ماشومان هم پکې شته، دغه ټولنیر خطر ته موږ خاموشه څونامي نوم ورکولی شو".
نشه يي توکو ته اسانه لاسرسی، بې وزلي، ناقانونه کډوالي او له زدکړې لیرې والی په نشه يي توکو د روږدېدو اصلي لاملونه بلل کېږي.
په دې هېواد کې د نشه يي ټوکو د روږدو کسانو د درمللو شاوخوا سل مرکزونه شته.

د عکس سرچینه، Getty Images











