''افغانستان کې نژدې ۱۱ سلنه کسان نشه کوي''
افغانستان کې د عامې روغتیا وزارت وايي، د هېواد شاوخوا یوولس سلنه خلک یې په نشو روږدي دي او د شل سلنه کورنیو یو یا څو غړي یې نشه کوي. دغه وزارت په ټول افغانستان کې د پرله پسې نشيانو شمېر نژدې دوه نیم ميلیون کسان ښيي او په خبره يې، له اته سوه زرو زياتې ښځې او تر سلو زرو ډېر ماشومان په نشو روږدي دي. زموږ همکار ابراهیم ساپي د کابل په زاړه ښار کې داسې يوه کورنۍ موندلې چې څو غړي يې نشه کوي.