بښنې نړیوال سازمان: افغانستان کې د بریتانوي ځواکونو د جنګي جرمونو د تورونو په اړه دې عاجلې څېړنې وشي

د بښنې نړیوال سازمان د بي بي سي له هغه څېړنیز راپور وروسته چې وایي د بریتانیا ځانګړو ځواکونو د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ کلونو ترمنځ په پرله پسې ډول د مشکوکو حالاتو پر مهال افغانستان کې بندیان او بې وسلې سړي وژلي، د دغو ځواکونو لخوا د ترسره شویو احتمالي جنګي جنایتونو په اړه د عاجلو څېړنو غوښتنه کړې.

د دغه سازمان د سویلي اسیا د څانګې څېړونکي زمان سلطاني ویلي:

"د بښنې نړیوال سازمان افغانستان کې د ماموریت پر مهال د بریتانیا ځانګړو ځواکونو خلاف د لګول شویو تورونو په اړه کارنده او رڼې څېړنې غواړي، چې قربانیانو سره عدالت او سرغړوونکو سره حساب وشي."

هغه زیاته کړې "د بي بي سي موندنې وېرونکې دي او په ډېر څرګند ډول د هغو بریتانوي ځواکونو چې افغانستان کې یې فعالیت کاوه، له مجازاتو د معافیت او نه ځواب وینې، هېښوونکې کچه ښيي."

د بښنې نړیوال سازمان دا غوښتنه تر هغې وروسته کړې چې د بي بي سي لخوا یوې تازه ترسره شوې څېړنه وښوده چې د بریتانیا د ځانګړو هوايي ځواکونو (اېس اې اېس) افغانستان کې په پرله پسې توګه د مشکوکو حالاتو پر مهال بندیان او بې وسلې سړي وژلي دي.‌

په دې اړه رپوټ کې راغلي چې د دغو ځواکونو یوازې یوه پوځي ټولي افغانستان کې د خپل شپږ میاشتني ماموریت پر مهال ښايي همداسې غیر قانوني ډول ۵۴ کسان وژلي وي.‌

ګڼو کسانو چې دغو ځانګړو ځواکونو سره یې خدمت ترسره کړی، ویلي چې د ځانګړو هوايي خدماتو ځواک غړو له یو بل سره د ډېرو کسانو وژلو کې سیالي کوله.

د بي بي سي څېړنو دا هم ښودلې چې د دغو ځواکونو واحدونو هڅه کوله چې تر مخکنۍ ډلې ډېر کسان ووژني.‌

اوس د بښنې نړیوال سازمان وايي "بریتانیا مکلفه ده چې سملاسي د دوی پر ځانګړو ځواکونو د جنګي جنایتونو د لګېدلو تورونو په اړه څېړنې پیل کړي او هر بریتانوی وګړی چې فردي جرمي مسوولیت ورګرځي، باید بریتانیا کې د عدالت میز ته کېنول شي. "

دغه سازمان زیاته کړې چې "که بریتانیا د خپل پوځ خلاف د قضیو پرانیستلو ته لیواله نه وي، هغه څه چې یې عراق کې د خپلو ځواکونو لخوا د ترسره شویو جنګي جنایتونو په اړه په بې شرمۍ سره وښودل، د جنګي جنایتونو نړیواله محکمه باید دا کار وکړي."

د بښنې نړیوال سازمان راپور کې د جرمونو نړیوالې محکمې لخوا افغانستان کې د شویو جنایتونو د څېړنې د پیل یادونه کړې او له څارنوالانو یې غوښتي چې د ټولو خواو جنایتونو په تړاو له ویرې پرته بې پرې پلټنې وکړي.

افغانستان له ۲۰۰۳ کال راهیسې د جنایتونو نړیوالې محکمې غړیتوب لري، او دا دې محکمې ته اجازه ورکوي‌ چې دغه هېواد کې او همدا راز د دغه هېواد د اتباعو لخوا د ترسره شویو جنګي جرمونو او بشریت ضد جنایتونو په اړه پلټنې وکړي.

بریتانیا هم په ۲۰۰۱ کال کې د روم اساسنامه تصویب کړې چې دا کار د جرمونو نړیوالې محکمې ته د بریتانیا خاوره کې او یا د دغه هېواد د اتباعو په اړه د څېړنو واک ورکوي.