د بي بي سي موندنې؛ د بریتانیا ځانګړو هوايي ځواکونو افغان بندیان وژلي

د بي بي سي یوې څېړنې داسې شواهد موندلي چې ښيي د بریتانیا ځانګړي هوايي ځواک یا SAS په افغانستان کې بندیان او بې وسلې خلک وژلي دي. د بي بي سي پنوراما پروګرام موندلې چې یوې پوځي ډلګۍ په مشکوک یا شک وړ شرایطو کې ۵۴ کسان وژلي، لوړ پوړي افسران د ادعا شويو وژنو په رپورټولو کې پاتې راغلي او نظامي پولیسو ته یې شواهد نه دي وړاندې کړي. د بریتانیا دفاع وزارت وايي، تل یې له خپلو پوځیانو د لوړ معیار ساتلو تمه کړې او وايي، پرسونل یې په افغانستان کې په زړورتیا او مسلکيتوب خدمت کړی دی.