بولټن: په افغانستان کې د امریکا جنګي جنایتونه مه څېړئ

د سپېنې ماڼۍ د ملي امنيت سلاکار جان بولټن گواښ کړى، که نړيواله جنايي محکمه په افغانستان کې د امريکايي عسکرو د کړنو پلټنه مخته يوسي، نو دې محکمې ته به سزا ورکړي.

هغه وويل ، امريکا چمتو ده، چې د نړيوالې جنايي محکمې پر قاضیانو مالي او د سفر بندیزونه ولګوي او له جنايي تورونو سره يې مخامخ کړي.

د ښاغلي بولټن دغه څرگندونې د ٢٠٠١ لومړي کال د سپټمبر يوولسمې د بريدونو له کاليزې سره همهاله راځي چې د امريکا په مشرۍ په افغانستان کې د ټلوالې د يرغل سبب شو.

د امريکا په مشرۍ ټلوالې په امريکا کې د سپټمبرد يوولسمې له بريدونو وروسته پر افغانستان يرغل وکړ چې نن يې دا دى اوولس کاله بشپړ شول.

امريکا ددغو بريدونو پړه د القاعدې شبکې پر مشر اسامه بن لادن واچوله، چې پر هغه مهال د طالبانو رژيم افغانستان کې ساتلى و او د طالبانو رژيم نسکور کړ او د ترهگرۍ پر وړاندې يې نړيواله جگړه اعلان کړه.

ښاغلي بولټن ویلي: "امریکا به نړیواله جنايي محکمه کې د خپلو وګړو او متحدینو د ساتنې لپاره له هر ډول غیر منصفانه او نا قانونه څار پروړاندې له ممکنه لارو د هغوی د ساتنې لپاره لاس په کار شي."

ښاغلي بولټن ویلي، که دغه محکمه په افغانستان کې د امریکایانو د جنګي او استخباراتي پېر پرمهال د جنګي جنایتونو د تورونو په اړه څېړنه وکړي، د ټرمپ حکومت به له دوی سره مبارزه وکړي، که دا ډول څېړنه دوام ومومي، حکومت به امریکا ته د لاهې د محکمې د قاضیانو او څارنوالونو د ورتګ مخه ونیسي.

دوی وايي، امریکا به د امریکا د بانکي سیستم له لارې پر دوی مالي مرستې ودروي او سرغړوونکي به محکمې ته راکش کړي.

د جنګي جرمونو څېړلو نړیوالې محکمې په ۲۰۰۷ کال د افغانستان د وضعیت په اړه خپله لومړنۍ ارزونه پیل کړه او تر اوسه یې تر ۱۱۲ ډېر شکایتونه ثبت کړي دي.

افغانستان په ۲۰۰۳ کال کې د روم تړون او د جرمونو نړېوالې محکمې غړیتوب تر لاسه کړی.

د ۲۰۱۷ کال نومبر کې د نړیوالې جنايي محکمې ای سي سي یوې څارنوالې له قاضیانو غوښتي وو چې په افغانستان کې د جنګي جرمونو په اړه د رسمي پلټنې اجازه ور کړي.

تمه کېده چې فاتو بین سودا به له ۲۰۰۳ کال راپدیخوا د طالبانو، افغان حکومت او امریکايي ځواکونو له خوا د جنګي او انسانیت ضد جرمونو د ادعاوو په هکله پټلڼې وکړي.

د جرمونو نړیواله محکمه چې مرکز یې په هالنډ کې دی په ۲۰۰۲ کال کې د نسل وژنې، بشر ضد جنایتونو او جنګي جرمونو شکایتونو د څېړلو لپاره رامنځته شوه چې افغانستان یې هم په ۲۰۰۳ کې غړیتوب واخیست.

یاده محکمه په څلورو حالتونو کې لاس په کار کېدای شي:

  • کله چې یو غړی هېواد پخپله خوښه د جنګي جرمونو یا بشرضد جنایتونو اړوند پېښو څېړل محکمې ته وسپاري.
  • کله چې یو هېواد - د محکمې غړی نه وي - په یوه مشخصه پېښه کې د محکمې صلاحیت په رسمیت وپېژني او د جنګي جرمونو یا بشرضد جنایتونو قضیه ورته وسپاري.
  • پخپله محکمه هم کار په لاس کېدای شي، په تېره بیا کله چې حقیقي افراد یا نا دولتي بنسټونه شکایتونه وروسپاري.
  • کله چې امنیت شورا یوه پېښه محکمې ته راجع کړي، لکه د سودان دارفور کې عمر البشیر دوسیه.