تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د نړیوالې جنايي محکمې څارنواله افغانستان کې د جنګي جرمونو پلټل غواړي
د نړیوالې جنايي محکمې ای سي سي یوې څارنوالې له قاضیانو غوښتي چې په افغانستان کې د جنګي جرمونو په اړه د رسمي پلټنې اجازه ور کړي.
تمه کېږي چې فاتو بین سودا به له ۲۰۰۳ کال راپدیخوا د طالبانو، افغان حکومت او امریکايي ځواکونو له خوا د جنګي او انسانیت ضد جرمونو د ادعاوو په هکله پټلڼې وکړي.
نوموړې ویلي داسې معقول دلایل شته چې سړی ومني د افغانستان په وسلوال کړکېچ کې جنګي او د انسانیت خلاف جرمونه شوي دي.