د قطر منځګړتوب؛ موخې او لګښتونه

قطر له افغانستانه د امریکا د وتلو په تړاو د طالبانو او امریکا ترمنځ د خبرو منځګړتوب وکړ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، قطر له افغانستانه د امریکا د وتلو په تړاو د طالبانو او امریکا ترمنځ د خبرو منځګړتوب وکړ

په وروستیو کې د ایران او امریکا ترمنځ خبرو کې چې د ایران او نړیوالې ټولې ترمنځ اتومي هوکړې او پنځو جمع یو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ترینګلتیا بېرته رغولو کې د قطر کوربتوب بریا ته ونه رسېد.

د ایران او پنځو جمع یو هېوادونو ترمنځ د ایران د اتومي هڅو په تړاو په ۲۰۱۵ کې هوکړه شوې وه.

دا لومړی ځل نه دی چې قطر په منځني ختیځ او نورو هېوادونو کې د ښکېلو غاړو ترمنځ او شخړو د حل په موخه د خبرو او مذاکراتو کوربتوب کوي.‌

له څه باندې یوې لسیزې راهیسې قطر د منځني ختیځ په بېلابېلو شخړو کې د منځګړي رول لوبولی، چې ځینې وخت یې هڅو او کوربتوب ښه پایله هم لرلې ده، خو ځینې وخت بیا بې پایلې وه.

مهمو قضیو کې د دوحې منځګړتوب:

  • ۲۰۰۷- لېبیا کې د بلغاریايي نرسانو خوشې کول
  • ۲۰۰۸- د لبناني ډلو ترمنځ د دوحې هوکړه
  • ۲۰۰۸- د یمني حکومت او حوثیانو ترمنځ د جګړې درولو لپاره منځګړتوب
  • ۲۰۰۹ او ۲۰۱۲ او ۲۰۱۴ او ۲۰۲۱ کلونو کې د حماس او اسرائیلو ترمنځ اوربند
  • ۲۰۱۱-د دارفور د سولې وثیقه
  • ۲۰۱۱- د جیبوتي او ارېتېریا ترمنځ پخلاینه
  • ۲۰۱۲- د حماس او فتح ګوندون ترمنځ مصالحه
  • ۲۰۱۳- د دارفور هوکړه
  • ۲۰۱۴- د سوریې شمال کې د نیول شویو راهبو ښځو خوشې کول
  • ۲۰۱۴- د طالبانو او امریکا ترمنځ د بندیانو تبادله
  • ۲۰۱۵- د سوریې نصرت جبهې سره د لبناني اسیرو پوځیانو خلاصون
  • ۲۰۱۵- لېبیا کې د التبو او طوارق ترمنځ هوکړه
  • ۲۰۱۵- د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مذاکرات
  • ۲۰۱۷- د سودان د حکومت او "د سودان د ازادۍ پوځ-دویم پاڅون" ترمنځ هوکړه
  • ۲۰۱۹- له افغانستانه د امریکا وتلو په باب له طالبانو سره د امریکا خبرې

لا ډېر فعالیت

د قطر د پخواني امیر حمد بن خلیفه د واکمنۍ پرمهال د دوحې بهرنی سیاست لا ډېر فعال شو

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د قطر د پخواني امیر حمد بن خلیفه د واکمنۍ پرمهال د دوحې بهرنی سیاست لا ډېر فعال شو

کله چې شیخ حمد بن خلیفه آل ثاني واک ته ورسېد، قطر د ښکېلو غاړو ترمنځ د هوکړې او مذاکراتو د کوربتوب چاره چټکه کړه.

له ۱۹۹۷ کال راهیسې قطر نړیوالو بازارونو ته د تېلو واردولو کار چټک کړ، چې په دې سره ډېره اقتصادي وده وکړه.

په څه کمو لسو کلونو کې قطر د نړۍ د لویو ګازو تولیدوونکو هېوادونو په نوملړ کې ځای ونیو، چې د ۲۰۰۰ او ۲۰۱۱ کلونو ترمنځ موده کې یې د خالص ملي کلني عاید کچه په سلو کې ۱۳ سلنه لوړه شوه او د سړي سر کلنی عاید یې په ۲۰۱۵ کال کې تر سل زرو ډالرو لوړ شو.

الجزیره تلوېزیون هم د تېرې پېړۍ وروستۍ لسیزه کې د قطر په محبوبیت کې ډېر رول لوبولی او په عربي نړۍ کې یې خپل نفوذ ‌ډېر کړی.