تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
فاروق اعظم: ایران اوبه غوښتې، پر فشارونو سربېره موږ ورنه کړې
د طالبانو حکومت کې د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار او ایران ته د تللي پلاوي غړي ډاکټر فاروق اعظم، افغانستان ته له ستنېدو وروسته پر ټویټر لیکلي وو چې سفر یې ډير کامياب و او څه چي یې غوښتل هغه یې په فني او مسلکي استلال ترلاسه کړل.
نوموړي بي بي سي ته وویل: "موږ د ايران له سفره چي هلته د هلمند د رود د اوبو په باره کې نوبتي غونډه وه، بېرته وطن ته په خير راغلو. سفر ډېر کامياب و او څه چې مو غوښته هغه مو الحمدلله په فني او مسلکي استلال ترلاسه کړل. زه د سفر ملګري په مذاکراتو کې د دوی د ښه کردار په سبب ستايم او مبارکباد ورته وايم. دوی اوبه غوښتې، پر موږ د ټولو فشارونو ... سره ور نه کړې".
وړاندې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړی و، چې لوړ پوړو چارواکو یې د طالبانو د بهرنیو چارو چارسمبالي وزیر امیر خان متقي سره ټیلیفوني خبرو کې په جدیت غوښتنه کړې چې د هلمند اوبو په اړه د شوې هوکړې له مخې اړینه او عملي همکاري وکړي.
د ورځ پاڼې به خبره دا غوښتنه د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبد اللهیان کړې ده.
خبرپاڼه زیاتوي، د ایران د بهرنیو چارو وزیر ټېنګار کړی چې د دې مسلې د حل له لارې دې د واړو هېوادونو ترمنځ ملګرتیا او همکاري لا پياوړې شي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر افغانستان کې زلزله ځپلو سره د خپل هېواد د مرستې یادونه هم کړې.
خبر پاڼه وايي، چې امیر خان متقي د اوبو په اړه د خبرو د دوام او افغانستان ته د ایران پلاوي د ورتګ هرکلی کړی.
نوموړي ایران ته د کرنې وزارت او نشه یې توکو سره د مبارزې برخه کې د یوه پلاوي د سفر غوښتنه هم کړې ده.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند ضیاء احمد د دې ټیلیفوني خبرو یادونه کړې خو په دې اړه پر ټویټر یوه بیان کې هغه پرته له دې چې د هلمند د اوبو په اړه خبرو ته اشاره وکړي. ویلي، په دې ټیلیفوني خبرو کې د دوه اړخیزه اړیکو په ټینګولو خبرې وشوې.
له دې ټیلیفوني خبرو وړاندې د ایران د انرژۍ وزارت مرستیال محمد جوانبخت د دغه هېواد دولتي تلویزیون سره مرکه کې هغه خبره ردکړه چې ګواکې ایران ته د طالبانو د تللي پلاوي پرمهال پر شته مسلو هوکړه شوې ده. خبریالې له نوموړي پوښتنه وکړه، چې د طالبانو حکومت ویلي چې له ایران سره د هلمند اوبو پرسر هوکړې ته رسیدلي دي.
ښاغلي جوانبخت یې په ځواب کې وویل:"زموږ هوکړه دا وه چې افغان پلاوی د غونډې پيغام د ایران د یوې جدي غوښتنې په توګه خپل هېواد ته یوسي او هغه دا چې د هوکړې له مخې باید ایران خپلې اوبه تر لاسه کړي او په نږدې راتلونکې کې د ایران خاوره کې وبهیږي."
نوموړي ادعا کړې، چې په تېرو دوه کلونو کې ایران د هلمند اوبو کې خپل حق نه دی تر لاسه کړی او په روان کال کې یوازې څلور میلیونه متر مکعب اوبه ترلاسه شوې دي.
افغانستان او ایران په ۱۳۵۱ کال کې د هلمند اوبو د ویش په اړه یوه هوکړه لاسلیک کړې ده.
دې هوکړې له مخې ایران ته هر کال څه باندې ۸۵۰ میلیونه متر مکعبه اوبه ورکول کیږي. خو د طالبانو حکومت وايي، چې سږ کال وچکالي ده او آن افغانستان په خپله هم کافي اوبه نه لري.
د طالبانو بیا واک ته رسېدو درې میاشتې وروسته د کمال خان بند اوبه خوشې شوې.
دا کار څو ورځې وروسته له هغه وشو چې د طالبانو د چارسمبالي بهرنیو چارو وزير ملا امير خان متقي ایران ته سفر وکړ.
دا کار د طالبانو او ايران تر منځ د ښو اړيکو د يوې نښې په توګه تعبير شو خو د طالبانو د انرژۍ او اوبو وزارت وياند اختر محمد رسنيو ته هغه مهال ویلي وو، چې د کمال خان بند دروازې د ځايي ګروندګرو په غوښتنه پرانيستل شوې دي.