ايران کې د هلمند اوبو پر سر لاريون؛ "چارواکي دې له افغانستان سره جدي خبرې وکړي"

يو شمېر اعتراض کوونکو تېره ورځ (جمعه) د ايران په زاهدان کې د افغان کونسلګرۍ مخې ته لاريون وکړ او د هلمند له سيند څخه يې ايران ته د اوبو پر سر له افغان چارواکو سره د جدي خبرو غوښتنه کوله.

په ټولنيزو رسنيو خپرو شويو ويډيوګانو کې ښکاري چې يو شمېر قهرجن لاريون کوونکي افغان لارۍ په ډبرو ولي.

بل لور د ایران کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال مجید میر احمدي وايي، د ایران اوبو ونډې موضوع له ''افغان مسوولینو سره د خبرو او مذاکراتو له لارې د حل کېدو په حال کې ده. ''

ښاغلي میر احمدي نن شنبه د سیستان او بلوچستان مظاهرې ''غیر قانوني '' بللې او په وینا یې دغه ډول اقدامات نه یوازې دا چې مرسته نه کوي، بلکې په وینا یې ''د دې قانوني حق ترلاسه کولو کې خنډونه رامنځته کوي. ''

د ایران کورنیو چارو وزارت مرستیال وايي، ''له شک پرته '' به له هغو کسانو سره چلن وشي چې غیر قانوني اقدامات کوي.

تېره اوونۍ د ايران پلازمېنې تهران ته د طالبانو د چارسمبالي وزير ملا امير خان متقي له سفر وروسته طالبانو ايران ته د کمال خان بند دروازه پرانيستله.

دا کار د طالبانو او ايران تر منځ د ښو اړيکو د يوې نښې په توګه تعبير شو خو د طالبانو د انرژۍ او اوبو وزارت وياند اختر محمد رسنيو ته وويل، د کمال خان بند دروازې د ځايي ګروندګرو په غوښتنه پرانيستل شوي دي.

د رسنيو په راپورونو کې ويل شوي چې لاريون کوونکو شعارونه لېږدول او له ايراني چارواکو يې غوښتل چې د "هلمند سيند اوبو د حقونو ترلاسه کولو لپاره له افغان چارواکو سره جدي خبرې وکړي".

د انلاين اقتصاد رسنۍ د راپور له مخې "دغه لاريون سهار ۹ بجې ځايي مهال پيل شو او شاوخوا دوه ساعته وروسته له کومې ستونزې پرته پای ته ورسېد خو يو شمېر لاريون کوونکو د افغانانو د موټرو ښيښې ماتې کړې چې وروسته د پوليسو له خوا ونيول شول".

د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند په دې وروستیو کې ویلي و، ''د هلمند سیند اوبو کې د ایران ونډه معلومه ده او د ۱۳۵۱ کال یوه قرارداد له مخې افغان دولت هم د ایران حق ورکولو ته ژمن دی. ''

د ۲۰۱۹ کال اکتوبر په وروستیو کې ايراني رسنيو د ايران د بهرنيو چارو د وزرات يوه چارواکي په وينا ليکلي و چې طالبانو له ايراني چارواکو سره نارسمي خبرو کې د هلمند په اوبو کې د ايران حقابه 'د اوبو ونډه ' په رسميت پېژندلې.

د یادونې ده چې دواړه هېوادونه د هلمند پر اوبو یو تړون لري چې له مخې یې ایران په یوه ثانیه کې د ۲۲ مکعب مترو اوبو حق لري.

ایراني چارواکو له دې مخکې بیا بیا ویلي، دوی ته د اوبو کمه برخه ورځي، خو په تېر کې افغان چارواکو ویلي، پر هلمند سیند د کمال بند له جوړېدو مخکې ایران ته تر تړون ډېرې اوبه تلې.