تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
نيمروز کې د اوبو او برېښنا بند جوړول
د انرژۍ په تولید کې د کمال خان بند ونډه دومره نه ده، خو چارواکي وایي چې لسګونه زره هکټاره ځمکه اوبولی او د هلمند سیند اوبه چې تر اوسه ایران ته بهېدلی تنظیمولی شي.
ولسمشر غني همدا راز د بند د چارو تر پرانستنې وړاندې په ولایتي مرکز زرنج کې ایران ته ډاډ ورکړ چې د ۱۳۵۱کال د تړون له مخې به چې د افغانستان او ایران د هغه مهال صدراعظمانو موسی شفیق او عباس هویدا لاسلیک کړی و، خپله برخه اوبه ورپرېږدي.
د کمال خان بند ارزښت مې د یوې مرکې په پیل کې د اوبو رسونې او چاپېریال له یوه کارپوه انجنیرداد محمد بهیر نه په کابل کې وپوښت