افغانستان کې د بریتانیا د سفارت پخوانیو کارمنانو پر طالبانو د وهلو او ربړولو تور لګولی

په افغانستان کې د بریتانیا د سفارت ځینو پخوانیو کارمنانو ویلي، طالبانو وهلي او ربړولي دي. تر اوسه د بریتانیا د سفارت شاوخوا ۱۰۰ پخواني کارمنان په افغانستان کې پاتې دي.

هغه کسان چې له نړیوال امنیتي شرکت (GardaWorld) سره یې کار کاوه، ځینو یې د شرکت له لوري د سفارت د امنیت خوندي کولو برخه کې تر لسو کلونو ډېر کار کړی دی.

ځینو پر خواله رسنیو د ټپونو انځورونه خپاره کړي چې وايي طالبانو شکنجه کړي دي.

د بریتانیا حکومت وايي، له تېر کال راهیسې یې له افغانستانه تر ۱۵ زرو ډېر کسان رایستلي او د نورو د رایستلو لپاره هم کار کوي.

بي بي سي د هغو ۱۵۰ کسانو نوملړ ته لاسرسی موندلی چې په افغانستان کې یې د بریتانیا سفارت کې کار کاوه او لاهم په افغانستان کې دي.

له دغو کسانو یوه یې ویلي، په وروستیو کې طالبانو وهلی دی، ځکه چې مخکې یې د بریتانیا سفارت کې د ګارد (ساتونکي) په توګه کار کاوه.

دغه کس چې د امنیتي ملاحظو له کبله یې نوم نه دی په ډاګاه شوی وايي، "بهر ناست وم چې ځینې وسله وال راغلل او یوه یې برید راباندې وکړ".

دی زیاتوي: "دوی راته ویل تا مخکې د بریتانیا سفارت کې کار کاوه، په وهلو یې پیل وکړ، پر ځمکه یې وغورځولم او ویې وهلم".

یوه بل ساتونکي ویلي، وسله والو طالبانو د کلاشنیکوف په کونداغ په سر واهه، او تر هغه یې وواهه چې قناعت یې وکړ اوس له بریتانویانو سره کار نه کوي.

دا اوونۍ د بریتانیا حکومت وویل، دغه کسان د روانې میاشتې له شلمې نېټې د افغان وګړو د بیا مېشتېدنې (ACRS) پروګرام د یوې برخې په توګه بریتانیا ته د راتلو لپاره غوښتنلیکونه وړاندې کولی شي.

دا پروګرام په افغانستان کې د بریتانیا د حضور پرمهال له هغو کسانو سره مرسته کوي چې له دوی سره یې کار یا هلته همکاري کړې ده.

د روان کال لومړیو کې د بریتانیا حکومت د دغه پروګرام د پیلولو اعلان وکړ.

منتقدین وايي، حکومت د دغو خلکو په همکارۍ کې ناغیړي کړې او د ملاتړ پروګرام یې ناوخته اعلان کړی.

د پخوانیو کارمنانو د د مېشتېدنې او همکارۍ ځانګړی (ARAP) ‌پروګرام هم شته چې هدف یې د هغو کسانو مېشتول وو چې مستقیما د بریتانیا حکومت ګومارلي،‌ چې په افغانستان کې د بریتانوي ځواکونو ژباړن هم پکې وو.

د روان کال لومړیو کې بریتانیا ته یوه رسېدلي افغان وویل، ډېری پخواني ملګري یې هره ورځ ګواښل کېږي.

نوموړي خپل نوم د امنیتي اندېښنو له کبله په ډاګه نه کړ،‌ ځکه چې افغانستان کې یې د کورنۍ غړي دي.

"داسې انګېرم چې بریتانیا بې وفا ده، دې کسانو له دوی سره سخت کار کړی او اوس یې ژوند په خطر کې دی."

"خوب او خوراک نه شم کولی او په دې سوچ کې یم چې څه به کېږي. دوی تل پیغام راستوي او د همکارۍ غوښتنه کوي".

د ازادي په نامه یوې خیریه ټولنې مشره ساره مګیل چې له افغانستانه د وګړو ایستلو کې د بشر حقونو برخه کې کار کوي، وايي ولې د پخوانیو افغان کارمنانو د ایستلو دې بهیر دومره ډېر وخت واخیست چې بل پروګرام ته خبره پاتې شوه.

دا وايي "د حکومت ناغیړي د اندېښنې لامل شوه، دا کاملاً له هغو پخوانو کارمنانو سره نا انساني لار ده،‌ چې باید وساتل شي".

د بریتانیا پر حکومت د افغان وګړو او پخونیو کارمنانو د ایستلو په تړاو سختې نیوکې کېږي، د پارلمان ځینو غړو ویلي په افغانستان کې د بریتانیا د ماموریت پخواني افغان همکاري کوونکو د ایستلو لپاره هیڅ پلان نشته.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د بریتانیا حکومت وویل، د ګارډ ورلډ امنیتي شرکت له ټولو هغو کسانو سره به همکاري وکړو چې د سفارت د امنیت خوندي کولو کې یې همکاري کړې ده.

حکومت په یوه خبرپاڼه کې ویلي وو "بریتانیا د راتلو حق به ورکړل شي،‌ اوس موږ پر لوجستيکي کارونو بوخت یو چې له کابل یې په خوندي توګه راوباسو".

یوه حکومتي ویاند وویل "په ۱۴ ورځو کې زموږ ډلو له افغانستانه د څه باندې ۱۵ زرو کسانو د رایستلو لوی پروګرام لپاره چې زموږ معاصر تاریخ کې بې ساری دی، کار وکړ، لا هم د افغان وګړو همکارۍ ته دوام ورکوو".