د قاسم قايم وژنه؛ اندرابي وايي تر شکنجې لاندې مړ شوی؛ طالبان يې پلټنه کوي

د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزیر مسعود اندرابي ادعا کړې چې طالبانو د دغه وزارت یو پخوانی پولیس افسر شکنجه کړی او وژلی دی.

ښاغلي اندرابي زیاته کړې، د طالبانو له عمومي بښې اعلانولو سره سره ډګروال قاسم قایم لومړی نیول شوی او بیا د تاوتریخوالي په پایله کې وژل شوی دی.

د ډګروال قاسم قایم وژنې په خواله رسنیو کې هم پراخ غبرګون راپارولی.

د هغه دوه داسې انځورونه لاس په لاس کېږي چې په یوه کې يې نظامي لباس په تن د افغانستان د ملي بیرغ ترڅنګ ولاړ دی او دویم کې یې جسد پر ځمکه پروت لېدل کېږي.

اوس د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزیر مسعود اندرابي ادعا کړې چې نوموړی افسر د طالبانو لخوا په شکنجه وژل شوی دی. هغه په دې اړه کره اسناد نه دي وړاندې کړي. ښاغلی اندرابي وايي، قاسم قایم د طالبانو په عمومي بښنې باور کړی و او له طالبانو سره دندې ته ستون شوی و.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د ډګروال قاسم قایم د وژل کېدو پېښه په جدي توګه پلټي.

د کورنيو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور وايي: "د قاسم قايم د مړينې پېښه د کورنيو چارو وزارت تر جدي پلټنې لاندې ده، پايلې به يې له رسنيو سره شريکې شي."

دا وروستیو کې امریکايي ورځپاڼې نیویارک ټایمز هم د ګڼو سرچینو په حواله رپوټ خپور کړی و چې طالبانو د پخواني حکومت له سقوط راهیسې د دتېر حکومت شاوخوا ۵۰۰ کارکوونکي او امنیتي سرتيري وژلي دي.

د نیویارک ټایمز په رپوټ کې ویل شوي وو، شواهد ښيي چې طالبانو د عمومي بښنې او ژمنې پر خلاف په ټول هېواد کې هدفي وژنې کړې دي.

د دغه امریکايي رسنۍ په رپوټ کې د محمد هاشم په نوم د پولیسو د یوه پخواني قوماندان زوی ویلي و: "پلار یې د طالبانو لخوا ۴۹ ورځې شکنجه شوی او بیا ځوړنده شوی" او وژلی یې و.

طالبانو نیویارک ټایمز دغه رپوټ جعلي بللی.

له دې وړاندې هم رسنیو د پخواني حکومت د امنیتي سرتېرو د وژل کېدو او لادرکه کېدو په اړه رپوټونه خپاره کړي و.

وړاندې ملګرو ملتونو هم په یوه رپوټ کې ویلي وو چې څه باندې سل پخواني نظامیان چې پخوانی حکومت او بهرنیو ځواکونو سره یې کار کاوه، پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته وژل شوي دي.