د وژل شوي هندي خبریال کورنۍ د طالبانو خلاف نړیوالې محکمې ته عریضه کړې

په افغانستان کې د وژل شوي هندي خبریال دانش صدیقي کورنۍ د طالبانو ضد محکمې ته عریضه کړې.

۳۸ کلن صدیقي چې پولیتزر جایزه یې هم ګټلې وه، تېر کال د طالبانو یوه کمین پر مهال وژل شوي و.

اوس د نوموړي مور، پلار د انصاف نړیوالې محکمې 'ای سي سي ' ته د طالبانو شپږ مشرانو خلاف عریضه وړاندې کړې.

دوی ادعا کوي چې طالبانو دانش صدیقي له وژلو مخکې نیولی، شکنجه کړی او له وژلو وروسته یې د هغه مړی مسخ کړی دی.

د رویټرز خبري اژانس پخواني خبریال دانش صدیقي مور شاهده اختر په یوه اعلامیه کې په دې هکله وویل:

''زموږ ګران زوی دانش طالبانو یوازې له دې کبله وواژه چې خبریالي یې کوله. ''

په لومړنیو رپوټونو کې ویل شوي وو، چې دانش صدیقي د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د جګړې پر مهال وژل شوی دی.

وروسته رویټرز خبري اژانس وویل، نوموړی ژوندی و او یوه جومات ته د درملنې په پار لېږدول شوی. خو بیا دا معلومه نه شوه، چې وروسته څه پېښ شول.

هغه مهال هندي او افغان چارواکو هم رویټرز خبري اژانس ته ویلي و، چې د طالبانو په توقیف کې له مړینې وروسته د دانش مړی مسخ شوی و.

په ځینې نورو رپوټونو کې هم د افغان او هندي چارواکو له قوله ویل شوي وو، چې سره صلیب ته د نوموړي مړی د سپارل کېدو پر مهال سخت مسخ شوی و، خو د پېښې له ځایه اخیستل شویو تصویرونو کې بیا د دانش صدیقي پر مړي ټپونه لیدل کېږي، خو اندامونه یې یو ځای دي.

طالبان بیا دا هر څه ردوي او وايي، کله چې دوی مړی وموند، له مخکې مسخ شوی و. خو د دانش مور او پلار د طالبانو دا خبره ردوي.

په انصاف نړیواله محکمه کې د دوی مدافع وکیل اوې سینګ وايي: ''طالبانو ځکه دانش په نښه کړ او ویې واژه چې هغه هندی او خبریال و. ''

د نوموړي مور، پلار له لوري په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي: ''له وژلو وروسته یې پر مړي دروند موټر تېر کړی او مسخ کړی یې دی، پر بدن یې د سخت تشدد نښې لیدل شوې او د ۱۲ مرمیو ننوتو او وتلو نښې پرې له ورایه لیدل شوې دي. ''

د هند ممبۍ سیمې اوسېدونکی دانش صدیقي نژدې یوه لسیزه له رویټرز خبري اژانس سره د عکاس په توګه دنده درلوده، د نوموړي ځینې خبري تصویرونه خورا ډېر وستایل شول او جایزې یې ترلاسه کړې، چې دا وروستیو کې د کورونا وبا دویمې څپې پر مهال په هند کې په ډله ییزه توګه د مړو شویو کسانو وروستيو مراسمو تصویر د یادونې دی.

دانش صدیقي د ۲۰۲۱ کال په جولای کې افغانستان ته لاړ او په کندهار کې یې د جګړې خبري پوښښ کاوه.

د دانش صدیقي پلار پروفیسر اختر صدیقي نړیوالې محکمې ته د عریضې په تړاو وویل:

''زموږ زوی خو بېرته نه راګرځي، خو دا درخواست به غم له دې هیلې سره یو څه کم کړي، چې یوه ورځ به انصاف وشي. ''