ځینې افغانان د ژوندي پاتې کېدو لپاره د وچې ډوډۍ پاتې شوني خوري

    • Author, سکندر کرماني
    • دنده, بي بي سي کابل

د کابل یوه جومات ته مخامخ د وچې ډوډۍ له ټوټو ډکې نارنجي رنګه ګونۍ (بوجۍ) ایښې دي. دا ډول ډوډۍ معمولاً څارویو ته د خوراک په توګه ورکول کېدې، خو پلورونکي یې وايي اوس یې د بل هر وخت پرتله ډېر افغانان خپله خوري.

شفیع محمد له تېرو ۳۰ کلونو راهیسې د کابل پل خشتي بازار کې د وچې ډوډۍ پاتې شونې ټوټې پلوري. دی وايي: ''مخکې به چې د ورځې پنځو کسانو دا ډول ډوډۍ اخیسته، اوس یې هره ورځ تر ۲۰ پورې کسان رانیسي. ''

په بازار کې ګڼه ګوڼه خورا ډېره ده او نژدې هر کس د ګرانۍ شکایت کوي چې په هېواد کې راغلې. له تېر اګست راهیسې چې طالبان په افغانستان کې واکمن شوي، سړي سر عاید یو په درې کم شوی او د خوړو بیو کې څرګند زیاتوالی راغلی.

شفیع محمد په داسې حال کې چې د وچې ډوډۍ له ټوټو ډکو ګونیو ته یې تکیه کړې وه راته وویل: ''د افغانان ژوند خو اوس داسې دی لکه یو مارغه چې بې خوړو او اوبو په قفس کې ایسار وي. ''

افغانستان ته بشري مرستې ورسېدې چې په ژمي کې یې د قحطۍ وېره کمه کړه، خو اوس داسې اندېښنې شته چې نور دا بسنه نه کوي.

خو په هر صورت د دې بنسټیز لامل د لوېدیځوالو هېوادونو له لوري افغانستان ته د هغو مرستو بندېدل دي چې دغه هېواد پرې تر ډېره تکیه و او دغه راز د طالبانو له واکمنېدو وروسته د افغانستان بانک د شتمنیو کنګلول دي.

په یو ډول دا د طالبانو له لوري په خپله واکمني کې له ښځو سره چلن ته غبرګون دی او دغه راز پر ښځو د داسې بندیزونو لګول چې دوی باید څه ډول کالي واغوندي، د ستونزې حل ستونزمن کړی دی.

خو د دې هر څه قرباني د دریو اولادونو پلار نورالله (اصلي نوم یې نه دی) په څېر کورنۍ دي، چې له روان وضعیته ځورېږي.

دی په بازار کې د خلکو پېرل شوي توکي یوه بل لور ته لېږدوي، خو خپل عاید یې د پروسږ کال پرتله یو په پنځه برابره کم شوی دی. ده چې د وچې ډوډۍ پاتې شونو یوه کڅوړه اخیسته بي بي سي ته وویل: ''له سهار راهیسې مزدوري کوم او ایله دغه ګټه مې کړې ده. ''

د ډوډ‍ۍ ټوټو تر شا هم یو کوچنی کاروبار شته او هغه داسې چې ځینې کسان د وچې ډوډۍ دا پاتې شوني له رستورانونو، روغتونونو او کورونو راټولوي او بیا یې یوه دویم کس ته پلوري چې دلته یې په بازار کې پلورونکو ته راوړي، خو اوس چې په هېواد کې بیوزلي ډېره شوې، د وچې ډوډۍ پاتې شوني موندل هم اسانه چاره نه ده.

له هغو کسانو یوه چې دغه پاتې شونې راټولوي یوه ټوټه راپورته کړه، چې په وینا یې یوه اونۍ مخکې یې موندلې وه: ''خلک وږي دي، که داسې ډوډۍ پیدا کړو، چې پاکه وي، معمولاً یې موږ خپله خورو. ''

نور الله (اصلي نوم یې نه دی) د کابل په یوه داسې سیمه کې ژوند کوي، چې ډېری اوسېدونکي یې خورا بیوزله دي. دی هڅه کوي د ډېرو نورو کورنیو په څېر یې ماشومان د مزدورۍ لپاره له ښوونځي پاتې نه شي.

خو د ژوندي پاتې کېدو لپاره دی له دې پرته بله چاره نه لري، چې د وچې ډوډۍ دا ټوټې له پیازو او رومیانو سره پخې کړي او له کورنۍ سره یې وخوري. ده راته وویل: ''له کورنۍ مې شرمېږم چې دومره بیوزلی یم او سم خواړه هم نه شم ورکولای. ''

هغه زیاته کړه: ''هېڅ نه شم کولای، که د پور موندلو هڅه کوم، هېڅوک یې نه راکوي. زامن مې خورا ډنګر دي او دا ځکه چې سم خواړه نه لري. ''

د کابل ښار ډېری نانوايي ګانو مخې ته هر سهار د ګڼ شمېر ښځو او نجونو کتارونه لیدل کېږي چې د خیرات په توګه د تازه وچې ډوډۍ موندلو لپاره په کتارونو کې ولاړې وي.

ځینې داسې هم وي، چې د کالیو ګنډلو وسایل له ځان سره همالته وړي، کرۍ ورځ په دې تمه تېروي چې د ډوډۍ موندلو فرصت ضایع نه کړي.

افغانستان کې له دې مخکې هم ژوند اسان نه و، هغه مهال چې میلیاردونه ډالر دې هېواد ته ورکول کېدل، د مالي فساد او جګړې له کبله د ډېرو لپاره ژوند سخت و، خو اوس چې جګړه ختمه شوې، د بېلا بېلو لاملونو له کبله دغه ستړې، ستونزې لا ډېرې شوې دي.