تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ملګري ملتونه: طالبان دې پر ښځو لګولي ټول بندیزونه سملاسي لېرې کړي
ملګرو متلونو په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت یو ځل بیا غږ کړی چې پر ښځو دې لګول شوي ټول محدودیتونو سملاسي لېرې کړي.
وروسته له هغه چې طالبانو په افغانستان کې تېره اوونۍ پر ښځو په کمساري ډول "جحاب" اجباري کړ، په کور دننه او بهر یې پراخ غبرګونونه را وپارول.
د ملګرو ملتونو د ښځو اداره وايي په افغانستان کې پر ښځو بندیزونو ډېر اندېښمن کړي دي.
دغه اداره زیاتوي: "په افغانستان کې ښځې او نجونې له ټولنیز ژونده ورکېږي."
ملګرو ملتونو له طالبانو غوښتنه کړې چې د بشري حقونو په اړه دې له نړۍ سره کړې ژمنې عملي کړي.
په ملګرو ملتونو کې د ښځو اداره وايي، پر ښځو او نجونو د طالبانو له لوري ډېرېدونکي بندیزونو د افغانستان اقتصاد ته نور زیان اړولی دی.
له هغې راهېسې چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي دي، یوازې له څو ادارو پرته نورې ټولې ښځینه کارکوونکې په کور کېنول شوې دي. طالبان وايي "ښځو ته مناسب کاري چاپېریال برابروي" خو تر اوسه داسې نښې نه لېدل کېږي چې په دې برخه کې د پام وړ ګامونه اخېستل شوي وي.
په همدې وخت کې، د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د ناروې استازولۍ د افغانستان په اړه د امنیت شورا غونډه وربللې چې سبا (پنجشنبه) جوړېدونکې ده. ناروې وايي، په افغانستان کې د ښځو، نجونو او بشريحقونو په اړه اندېښمن دي.
ټاکل شوې دغې ناستې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازې ډېبورا لاینز وینا وکړي.
نوموړې پرون د طالبانو د حکومت د لومړي وزیر له دویم مرستیال او د اطلاعاتو او کلتور له وزیر سره هم کتلې دي او له طالب چارواکو یې غوښتنه کړې چې د ښځو او نجونو حقونو دې نه محدودوي.
د طالبانو د حجاب تګلارې پرضد پرون (سه شبنه) په کابل کې هم لسګونو ښځو لاریون کړی و. هغوی د کابل شهر نو پارک کې راټولې شوې وې او د طالبانو پر حکومت یې غږ کړی چې د حجاب د جبري کېدو پر پرېکړې بیا کتنه وکړي.
د طالبانو د حجاب نوې پرېکړه کې چې د دې ډلې مشر تایید کړې، راغلي که کومه ښځه "شرعي حجاب" مراعات نه کړي، د کورنۍ ولي ته به یې سزا ورکول کېږي.
تېرو نژدې اتو میاشتو کې د طالبانو حکومت د ښځو او نجونو د کار او زده کړو په اړه داسې پرېکړې کړي، چې په دې برخه کې یې د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنې له جدي ګواښسره مخامخ کړې دي.
ځینې اندېښمن دي چې طالبان غواړي په لوی لاس داسې طرحې جوړې کړي چې ښځې له ټولنیز ژوند ورکې کړي. طالبان بیا ادعا کوي چې تګلارې نامناسبې نه دي.