تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د حجاب جبري کېدو ته غبرګونونه؛ ګوتېرش: طالبان دې له افغان ښځو سره پر ژمنه ودرېږي
د طالبانو لخوا افغانستان کې ښځو لپاره د حجاب جبري کېدو ته د غبرګونونو په دوام د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش، د افغان مېرمنو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري، د نړیوال اقتصادي فورم مشر 'بورګه برندې' او د افغانستان لپاره د امریکا سفارت چارسمبالي ایان مککېري هم د طالبانو دې پرېکړې ته غبرګون ښودلی دی.
د ملګرو ملتونو سرمنشي پر خپل ټویټر لیکلي چې "زه د طالبانو د نن ورځې اعلان چې ښځې باید په عامه ځایونو کې خپل مخونه پټ کړي او یوازې د اړتیا پر مهال له کوره ووځي، اندیښمن کړی یم."
هغه همدا راز له طالبانو غوښتي چې "له افغان ښځو او نجونو سره پر خپلو ژمنو ودرېږي او د بشري حقونو د نړیوال قانون له مخې خپل مکلفیتونه عملي کړي."
د افغان مېرمنو، نجونو او بشري حقونو په اړه د امریکا د ځانګړې استازې رینا امیري غبرګون کې تونده ژبه کارول شوې د طالبان دا ګام یې "ځپونکی او ظالمانه" بللی دی.
اغلې امیري پر خپل ټويټر لیکلي: "طالبان د اقتصادي کړکېچ او ټولګډونه حکومت اړتیا ته د رسېدو د بدیل په توګه د ښځو او نجونو د ځپونکو سیاستونو تعقیبولو ته دوام ورکوي."
نوموړې زیاته کړې: "زه د دې ظالمانه ګامونو پای ته رسېدو، د نجونو ښوونځیو بېرته پرانیستل کېدو، کار او د خپل ژوند بیا پیلولو ته د مېرمنو پرېښودلو لپاره د افغانانو او نړیوالې ټولنې د غوښتنو ملتیا کوم."
د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت چارسمبالي ایان مککېري هم د اغلې امیري پوست ریټویټ کړی او لیکلي یې:
"په کلکه د دغو محدودونکو ګامونو د پای ته رسېدو ملاتړی یم، چې د افغان میرمنو او نجونو تحرک محدودوي او د کار او زدکړو حق ترې اخلي."
د نړیوال اقتصادي فورم مشر "بورګه برندې" هم ویلي: "درک کول یې ګران دي خو طالبانو نن د واک واګو له اخیستلو راوروسته د افغانستان پر مېرمنو تر ټولو سخت بندیزونه ولګول."
نوموړي زیاته کړې چې دا ګام داسې مهال اخیستل شوی چې د ده په خبره "ښځې وار له مخې له دولتي دندو او نجونې له ثانوي زدکړو راګرځول شوې دي."
تر دې وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما، د بشري حقونو د څار سازمان او یو شمېر افغان مېرمنو هم د حجاب جبري کېدو ته غبرګون ښودلی و.
یوناما یوه اعلامیه کې ویلي و په سملاسي ډول به "له واکمنو چارواکو (طالبانو) سره د ناستو غوښتنه وکړي ترڅو د دغې پریکړې د دريځ په اړه نوره روښانتيا ترلاسه کړي. یوناما به همدارنګه د نړیوالې ټولنې له غړو سره هم د دې پرېکړې د اغېزو په اړه سلا مشورې وکړي".
د بشري حقونو څار سازمان کې د افغانستان د برخې څېړونکې هیدر بار پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي و طالبان دوه موخې لري: "دوی غواړي "۱، نجونې او ښځې له عامه ژونده بې برخې کړي. ۲، ښځې او نجونې، د دوی له رضا پرته، د خپلو نارینه خپلوانو ملکیت او جایداد وګرځوي. په افغانستان کې چې دې قضیې ته نړۍ څه ډول غبرګون ښيي، دا به په ټوله نړۍ کې د مېرمنو پر حقونو اغېز ولري".
د پاکستان قامي اسمبلۍ غړي او د ملي ديموکراتيک غورځنګ ګوند مشر محسن دوړ ليکلي و، "په افغانستان کې طالبان د ښځو پر وړاندې چې لا له وړاندې له داسې خنډونو سره لاس او ګريوان دي چې د نړي په نورو برخو کې د تصور وړ نه دي، د جبري ګامونو اعلانولو او پلي کولو ته دوام ورکوي. افغان مېرمنې د نفوس نيمايي برخه جوړوي او په نښه کول يې د شرم وړ خبره ده".
يو شمېر افغان مېرمنو هم د طالبانو د دې پرېکړه اړه غبرګونونه څرګند کړې دي.
يوه مېرمن وايي،"حتی کله چې تاسو سعودي عربستان ته د حج لپاره ځئ نو تاسو اړتیا نلرئ چې خپل مخ پټ کړئ، انسان ازاد پيدا شوی هېڅوک حق نه لري چې د ښځو د جامو په اړه خبرې وکړي".
خو يو شمېر مېرمنې بيا د طالبانو د دې پرېکړې پلوي هم کوي.