کابل کې د ایران سفیر ته د طالبانو پیغام: افغان کډوالو سره د ناوړه چلن مخنیوی دې وشي

د عکس سرچینه، Qahar Balkhi Twitter
افغانستان کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د یکشنبې پر روځ کابل کې د ایران له سفیر بهادر امینیان سره کتلي، او ایران کې یې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلن رپوټونو په اړه اندېښنه شریکه کړې ده.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي: "د بهرنیو چارو وزیر په ایران کې د افغان مهاجرینو سره د شوي چلند په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ټینګار یې وکړ چې ایران کي خپلو مشرانو ته دا پیغام ورسوي تر څو خپلو امنیتي او اړوندو ادارو ته له افغان مهاجرینو سره په سرحدي سیمو او ښارونو کې د ناسمو کړنو د مخنیوي په اړه لازمې لارښوونې وکړې".
ښاغلي متقي د ایران سفیر ته ویلي، ایران کې له افغان وګړو سره د ناسم چلن رپوټونه پر عامه ذهنیت او د دواړو هېوادونو پر اړیکو بد اغیز کوي او 'د دواړو هېوادونو دوښمنانو ته د تخریب او اختلاف اچولو فرصت ورکوي '.
له تېرو څو ورځو راهیسې په خواله رسنیو داسې عکسونه، ویډیويي کلپونو او رپوټونو خپرېږي، چې ګوندې د ایران مختلفو ښارونو کې اخیستل شوي او له افغان کډوالو سره د ایران امنیتي ځواکونو او عامو خلکو زور زیاتی او ډېر ناوړه چلن پکې ښکاري.
په دوی کې ان د وژلو او جنسي تېرو پېښې هم ترسترګو کېږي، خو بي بي سي په خپلواک ډول دا نشي تائېدولی چې دا پېښې کله او چېرته شوې دي.
خو کابل کې د ایران سفارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې افغانستان سره یې د اړیکو خرابولو لپاره توطیه پیل شوې ده.
د ایران سفیر بهادر امینیا هم د یکشنبې پر ورځ امیر خان متقي سره لیدنه کې ویلي، په تېرو څلورو لسیزو کې ایران کې د افغان کډوالو سلکو ثابته کړې چې دواړه ولسونه یو بل سره مینه لري.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند د ایراني سفیر له قوله لیکلي: "حکومت یې له افغان مهاجرینو سره د بد چلند نیت نه لري او تل هڅه کوي د دواړو هیوادونو اړېکې سره نږدې او باورمندې کړل شي، او زه به ستاسي پیغام خپلو مشرانو او حکومت ته ورسوم ".
تازه د افغانستان د کډوالو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمطلب حقاني بي بي سي ته ویلي دوی ایران کې د هغو ویډیوګانو او کلېپونو په اړه خواشیني دي چې خواله رسنیو کې لاس په لاس کېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
هغه هم دغه ویډیوګانې او کلپونه "ډېر دردوونکي" بللي او وايي دا ستونزه یې خپل بهرنیو چارو وزارت سره شریکه کړې چې له دیپلوماتیکو لارو حل شي.
اوس د ایران سفارت په خپله اعلامیه کې ویلي دوی د لوېدیځ له سختو اقتصادي بندیزونو او محدودیتونو سره سره ۵ میلیون افغان کډوالو ته ځای ورکړی.
اعلامیه واييافغانستان کې د وروستیو بدلونو سره د کډوالو یوه نوې څپه ورماته شوې خو دوی یې بیا هم مخه نه ده نیولې او ګواکې د افغانستان او خلکو پر وړاندې یې د ښه ګاونډیتوب او متقابل درناوي اصل ته ژمن دي.
کابل کې د ایران سفارت اعلامیه وايي په خواله رسنیو دغه خپرېدونکي عکسونه او ویډیوګانې چې ایران کې له افغانانو سره د ناسم چلن تړاو ورکول کېږي، د دې هدف لپاره پلان شوی کار دی د افغانستان او ایران ژور تاریخي اړیکي زیانمن کړي.
خو په اعلامیه کې دا نه دي ویل شوي چې دا کار څوک کوي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
یاده دې وي چې ایران کې افغان کډوالو سره د تاوتریخوالي پېښو د ډېرېدو راپورونه تر هغې وروسته خپاره شول، چې د تېرې سې شنبې پر ورځ د ایران مشهد ښار د شیعه ګانو د اتم امام زیارت کې د چړې په وسیله یوه برید کې یو شعیه روحاني ووژل شو او دوه نور ټپیان شول.
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد دغه برید وغانده او په خپل ټویټر یې ولیکل چې دا برید په افغانستان او یا هم افغانانو پورې هېڅ تړاو نه لري.









