تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
"طالبانو اسلامي محتوا لرونکي بهرني سریالونه هم بند کړي"
افغانستان کې د تمدن تلویزیون چې د شیعه ګانو تلویزیون دی وايي، طالبانو له دوی غوښتي چې بهرني ټول سریالونه بندکړي، آن هغه سریالونه هم باید بند کړي چې اسلامي محتوا لري.
بلخوا د خبریالانو نړیوال فدراسیون (IFJ) ویلي، وروستیو ورځو کې طالبانو په سیمه ییزو رسنیو بندیز لګولی چې د بهرنیو رسنیو خپرونې بندې کړي.
دغه فدراسیون وايي، د دې بندیز له کبله لږ تر لږه څلور نړیوالې خبري ټولګې بندې شوې، اته رسنېزکارکوونکي نیول شوي او د دوه رسنیو مرکزونه طالبانو تړلي دي.
دې بنسټ له طالبانو غوښتي چې نیول شوي کسان "ژر تر ژره" خوشې کړي او پر رسنیو لږول شوي بندیزونه لرې کړي.
د تمدن ټلویزیون مدیر محمد رحمتي په ټویټر لیکلي:"د طالبانو د حکومت د استخباراتو مطبوعاتي دفتر، تمدن تلویزیون ته زنګ وهلی او د هر ډول بهرنیو فلمونو او سریالونو خپرول یې پرې بند کړي دي حتی که اسلامي محتويات هم ولري.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
تمدن تلویزیون سربېره په دې چې خبري ټولګې لري، ډیر پروګرامونه یې مذهبي دي.
دې شبکې په دې وروستیو کلونو کې د ایران مشهور سریالونه لکه د حضرت یوسف په ژوند جوړ شوی سریال خپاروه.
تېره اوونۍ د طالبانو استخباراتو د کندهار او هرات څو راډیوګانې بندې کړې او یو شمېر رسنېز کارکوونکي او خبریالان یې بنديان کړي چې ځینې وروسته پرېښودل شول.
طالبانو په افغانستان کې د بي بي سي پښتو، فارسي او ازبکي تلویزیوني خبري ټولګې هم له څو ورځو راهیسې بندې کړې دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ يوناما هم په دغه هېواد کې د نړیوالو رسنیو بندول"بوږنونکې خبره بللې او د افغانانو پر ضد يو ځپونکی ګام بللی دی."
طالبانو سیمه ییزو رسنیو ته امر کړی و چې د نړیوالو رسنیو پروګرامونه دې نه خپروي.
وروسته له هغه چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي دي، په دغه هېواد کې یې پر رسنیو محدودیتونه ډېر کړي دي. له همدې امله طالبان له پراخو نېوکو سره مخامخ شوي دي.