تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
طالبانو افغانستان کې د بي بي سي پر تلویزیوني خپرونو بندیز لګولی
افغانستان کې د طالبانو حکومت په دې هېواد کې د بي بي سي پښتو تلویزیون پر خپرونو بندیز لګولی دی.
یاده خپرونه، چې له کلونو راهیسې د ځایي تلویزیون 'شمشاد' له لارې په ټول افغانستان کې خپرېدله، د یکشنبې پر ماښام خپره نشوه.
همدا راز د بي بي سي فارسي او بي بي سي ازبکي تلویزیوني خپرونې، چې افغانستان کې د اریانا او آرزو تلویزیونو له لارې خپرېدلې، له تېرو څو ورځو راهیسې بندې شوې دي.
بېلابېلو طالب سرچینو بي بي سي ته ویلي، دا پرېکړه د دوی د مشرتابه لخوا شوې. خو دې سرچینو د طالب چارواکو د دې پرېکړې تر شا د لاملونو په اړه کوم وضاحت نه دی کړی.
د بي بي سی د نړيوال سروېس د ژبو د څانګې مشر طارق کفاله د طالبانو د دې پرېکړې په اړه ويلي، "دا د افغانستان د خلکو لپاره د ناڅرګندتيا او کړکېچ په وخت کې د اندېښنې وړ پرېکړه ده. له شپږ ميليونو ډېر افغانان هره اوونۍ پر تلويزيون د بي بي سي خپلواکې او بې برې خپرونې ګوري، او دا مهمه ده چې په راتلونکي کې خپرونو ته پر لاسرسي بنديز و نه لګول شي، موږ پر طالبانو غږ کوو چې خپله پرېکړه بېرته واخلي او زموږ ټلويزيوني شريکانو ته اجازه ورکړي چې د بي بي سي خبري خپرونې سملاسي خپرې کړي".
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ يوناما دغه پېښه، "بوږنونکې خبره بللې او د افغانانو پر ضد يو ځپونکی ګام بللی دی".
د بي بي سي نړيوال سروېس له څو لسيزو راهيسې په ټول افغانستان کې خپلو لیدونکو، لوستونکو او اورېدونکو ته خبري، علمي، تفریحي او نورې خپرونې وړاندې کوي.
د بي بي سي پښتو تلویزیون نیم ساعته خپرونه، چې هره ورځ د مازدیګر پر شپږو بجو خپرېږي، یوازې په افغانستان کې هره اوونۍ تر شپږ میلیونو ډېر کتونکي لري.