تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
طالبانو په مزار شریف کې لسګونه هغه کسان نیولي چې ''غوښتل یې بهر ته لاړ شي''
- Author, سمیع الله موسیزی
- دنده, بي بي سي، لندن
له مزار شريف ښاره را رسېدلي رپوټونه وايي طالبانو له يوه کوره لسګونه کسان نیولي دي. د ځينو سرچينو په وينا دا کور د امريکايانو له لوري کرايه شوى و او په کې ښځينه فعالانې او هغه زيانمنونکي وګړي اوسېدل چې ټاکل شوې وه له دې ځايه بهر ته ولېږدول شي.
یوې سرچینې چې نه غواړي نوم یې یاد شي، بي بي سي ته وویل، دوې شپې مخکې په مزار شریف کې د طالبانو له لوري په نیول شویو کسانو کې ۱۶ ښځې هم شاملې دي.
د طالبانو يوه وياند احمد الله وثيق هم تاييد کړې چې مزار کې يې يو شمېر داسې کسان نيول شوي چې په وینا یې غوښتل يې بهر ته لاړ شي خو سفري اسناد يې نه لرل.
د دغو ښځينه فعالانو د نيولو دا خبرونه داسې مهال مخې ته راځي چې ملګرو ملتونو له طالبانو د دوو ښځينه فعالانو پروانې ابراهيم خيلې او تمنا زريابي پرياني د ځاى ځايګي په تړاو چې ادعا کېږي له خپل کوره نيول شوي، د مالوماتو غوښتنه کړې.
رپوټونو کې ویل شوي، طالب وسله وال لومړی ځل د تېرې شنبې پر شپه دې کور ته ورغلي وو، یو شمېر کسان یې له ځان سره یوړل او پر دویمه شپه بیا چې دروازه ورته نه وه پرانیستل شوې، د زینې له لارې ودانۍ ته ننوتل او ودانۍ یې تالاشي کړه.
د طالبانو د ویاند مرستیال احمدالله وثیق بي بي سي ته تایید کړه، چې ۴۰ داسې کسان نیول شوي چې د سفر اسناد یې نه درلودل او په ناقانونه توګه یې غوښتل چې له هېواده بهر لاړ شي.
نوموړی زیاتوي چې دا کسان د لنډ مهال لپاره نیول شوي وو، چې ځینې یې له پوښتنو، ګروېږنو وروسته بېرته خوشي شول.
ښاغلی وثیق وايي، دې ډله کې ځینې ښځې هم وې، چې د کورنیو غړو له ورتګ وروسته خوشې شوې دي.
دی تاییدوي چې ځینې ښځې لا هم له دوی سره دي او د ښځو تر نظارت لاندې دي او د کورنیو غړو په ورتګ سره به دوی هم خوشې شي.
له دې مخکې هم فعالانو ویلي و، چې طالبانو مزار شریف ښار کې یو شمېر ښځې نیولې دي.
د طالبانو واکمنۍ په لومړیو ورځو کې مزار شریف کې د یو شمېر ښځینه فعالانو مړي هم موندل شوي وو.
بل لور په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استاز دیبورا لاینز د طالبانو حکومت له کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني سره لیدلي دي.
ملګرو ملتونو په یوه لنډه اعلامیه کې ویلي، مېرمن لاینز له ښاغلي حقاني غوښتي چې د هغو ښځو نیول کېدو موضوع وڅېړې او ازادي یې خوندي کړي، چې د رپوټونو له مخې تېره اونۍ له خپلو کورونو بیول شوې دي.