تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ملګرو ملتونو له طالبانو غوښتي د دوو بې درکه ښځینه فعالانو په هکله معلومات ورکړي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یوناما وايي، د دوو بې درکه افغان ښځو تمنا زریابي پریاني او پروانه ابراهیم خېل په هکله اندېښنې په ډېرېدو دي.
رپوټونو کې ویل شوي، دا دواړه ښځې د چارشنبې پر ورځ پلازمېنه کابل کې له خپلو کورونو بېول شوي دي.
د ملګرو ملتونو استازولۍ له طالبانو غوښتي چې د دې دواړو ښځینه فعالانو د موقعیت په هکله باید معلومات شریک کړي. طالبانو بیا د دې دواړو ښځو له نیولو انکار کړی. د یوناما په یوه ټویټر پیغام کې په دې هکله ویل شوي:
''ملګري ملتونو د دوو بې درکه افغان ښځینه فعالانو په هکله چې د رپوټونو له مخې د چارشنبې پر شپه له کورونو تښتول شوې، اندېښنه شریکوي. موږ پر طالبانو غږ کوو چې د دوی د ځای ځایګي په هکله معلومات شریک کړي او د ټولو افغانانو حقونو ته درناوی وکړي. ''
د یادونې ده، چې تېره اونۍ کابل کې یو شمېر ښځینه فعالانو ادعا وکړه، چې طالبانو پرې د برېښنايي کوتکو ګوزارونه کړي او اوړه شوي مرچ یې پرې شېندلي دي.
په دې ښځو کې اغلې پریاني هم شامله وه، چې په هماغه شپه یې پر خواله رسنیو یو ویډیويي کلیپ خپور شو.
په دې کلیپ کې نوموړې وايي:
''لطفاً مرسته وکړئ، طالبان مې کور ته راغلي، خویندې مې په کور کې دي. '' نوموړې له دې وروسته په لوړ غږ چیغه کوي: ''نه غواړم دا وخت راشئ، سبا راشي، سبا به خبرې وکړو. ''
نوموړې په ویډیويي کلیپ کې اورېدل کېږي چې وايي: ''تاسې باید دا نجونې دا وخت و نه وینئ. مرسته، طالبان مې کور ته راغلي. ''
له هغه راهیسې څو ورځې کېږي چې تمنا بې درکه ده.
د بي بي سي خبریال کوئنټین سامرویل چې د تمنا کور ته ورغلی په خپل رپوټ کې وايي، کور کې هېڅ نوک و او یو په خټو ککړه موزه له درشل سره پرته وه.
ګاونډیان یې وايي، اغلې پریاني یې له دوو خویندو سره بیولي او له هغه وروسته یې هیڅوک کور ته نه دي ورغلي. دوی یوازې دومره وايي: ''یوې وسلې ډلې دا نجونې له ځان سره بیولې دي. ''
د اعتراض کوونکو ښځو له ډلې یوه بله پروانه ابراهیم خېل هم په هماغه شپه بې درکه شوې.
خو طالبانو د دې ښځو بیول رد کړي دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په کابل کې د وروستیو احتجاجونو د دې دوو مخکښو ښځینه فعالانو د نیولو رپوټونه ''بې بنسټه ګنګوسي '' بللي دي.
د طالبانو په چارسمبالي حکومت کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال او ویاند ذبیح الله مجاهد وړمه ورځ بي بي سي ته وویل چې "دا خبره بې اساسه ده او کابل کې هیڅ ښځینه نه دي نیول شوي" او نه " چاته څوک ورغلي دی".
نوموړي دا یوه " دسیسه" وبلله او په وینا یې ځینې ښځې غواړي چې بهر ته د تګ لپاره له دې لارې کار اخلي.
په کابل کې د ښځینه فعالانو د نیولو رپوټونه داسې مهال ورکول کیږي چې څو ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمیسیون وویل افغانستان کې د طالبانو مشران د ښځو او نجونو پرضد تاوتریخوالی او د جنسیت پر بنسټ ولاړ توپیري چلن کوي.
دې بنسټ د طالبانو تګلاره ښځو او نجونو ته یو ډول ډله ییزه سزا بللې وه. ملګرو ملتونو له طالبانو غوښتي چې د ټولو افغانانو حقونو ته درناوی وکړي.