جنرال مکېنزې ته د طالبانو ځواب؛ "افغانستان کې داعش وسله وال نشته"

طالبانو افغانستان کې د داعش خراسان ډلې جنګیالیو د فعالیت په تړاو د امریکا د مرکزي قوماندانۍ 'سېنټکام' د قوماندان جنرال فرانک مکېنزې وروستۍ څرګندونې رد کړې او ویلي یې دي چې" داعش د هېواد په هېڅ ځای کې هېڅ ډول فزیکي موجودیت نه لري."

طالبانو دیکشنبې پر ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي "مونږ ملت، ګاونډیو او نړۍ ته ډاډ ورکوو چې داعش ډله نوره په افغانستان کې د اندېښنې وړ نه ده."

دا په داسې حال کې ده چې منځني ختیځ کې د امریکا د مرکزي قومندانۍ (سېنټکام) قوماندان جنرال فرانک مکینزي په دې وروستیو کې یوې خبري غونډې ته ویلي و" د امریکا د اټکلونو له مخې په افغانستان کې د داعش ډلې لږ تر لږه دوه زره غړي فعالیت کوي.''

هغه همدا راز زیاته کړې وه چې طالبانو د تېر کال اګسټ میاشت کې د کابل د کنټرول پر مهال د څرخي پله او بګرام زندانونو دروازې چې د داعش ډېر جنګیالي هم پکې وو، پرانیستې او دغه کار داعش ته د لا ډېرې وړتیا او انرژۍ فرصت برابر کړ."

د ښاغلي مکینزي په وینا، ''طالبان اوسمهال د خپلې لنډپالې پرېکړې پایلې ویني". هغه د القاعده ډلې په تړاو هم وویل چې ښایي په ټول افغانستان کې یې "څو سوه کسان" خپاره شوي وي.

مکینزي زیاته کړې "کلتوري اړیکې" طالبانو سره د القاعده اړیکې د دې لامل شوي چې د طالبانو لپاره د هغه څه کول ستونزمن کړي چې دوی یې وايي، اومونږ دا په جدي ډول په پام کې نیسو چې د داعش او القاعده ډلې له لوري د بهرنیو عملیاتونو د ترسره کېدو مخه ونیسو.

جنرال مکینزي ویلي، زمونږ ارزونه دا ده چې د تروریزم ضد فشار نشتوالي کې به د داعش خراسان څانګه د متحدو ایالتونو په ګډون د خپلو بهرنیو بریدونو د وړتیا بیا موندلو لپاره شاوخوا ۱۲ څخه تر ۱۸ میاشتو پورې وخت ته اړتیا ولري.

څو ورځو وړاندې د داعش خراسان ډلې یو مشر عبدالرحیم مسلم دوست په ننګرهار کې طالبانو سره یو ځای شو.

هغه وروسته په یوه مرکه کې وویل افغانستان کې د داعش جنګیالیو شمېر کم او دا ډله کمزورې شوې ده.

هغه ادعا کړې وه چې "افغانستان کې د داعش شمېر زیات نه دی یوازې کم شمېر پاتې دي"