تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د داعش خراسان څانګې یو مخکنی مشر؛ افغانستان کې د داعش جنګیالیو شمېر کم او دا ډله کمزورې شوې
داعش خراسان ډلې یوه بنسټګر عبدالرحیم مسلم دوست چې تازه ننګرهار کې طالبانو سره یوځای شوی، ویلي چې افغانستان کې د داعش جنګیالیو شمېر کې کم او دا ډله کمزورې شوې ده.
مسلم دوست طلوع نیوز سره په مرکه کې ویلي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته په دې هېواد کې د جګړې د دوام لپاره دلیل نه و پاتې نو ځکه طالبانو سره یوځای شو.
هغه ادعا کړې چې "افغانستان کې د داعش شمېر زیات نه دی یوازې کم شمېر پاتې دي"
بلخوا د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د چارشنبې له خپل ازبکستاني سیال عبدالعزیز کاملوف سره په لیدنه کې ویلي"د امریکا متحده ایالتونه به هېڅکله ترهګرو ته اجازه ور نه کړي چې له افغانستان د پټنځای په توګه ګټه واخلي"
د طالبان له واک وړاندې او وروسته افغانستان کې پر شیعه مذهبو د زیاتو خونړیو بریدونو مسولیت همدې داعش ډلې پر غاړه اخیستی.
ښاغلي مسلم دوست داسې مهال دا څرګندونې کړې چې پاکستاني چارواکو خراسان داعش ډله تورنه کړې چې د افغانستان له خاورې پر دې هېواد د بریدونو د زیاتولو پلان لري.
د پاکستان ترڅنګ ایران او روسیه هم افغانستان کې د داعش د راپورته کېدو په اړه اندېښمن دي.
دغه دواړه هېوادونه کلونه کلونه سوریه کې د اسلامي دولت ډلې پر وړاندې جنګېدلي او اوس اندېښنه لري چې دا ډله له افغانستان دوی ته ګواښ پېښ نه کړي.
طالبانو امریکا سره د سولې په هوکړه کې ژمنه کړې چې اجازه نه ورکوي د افغانستان خاوره د نورو هیوادنو پر ضد وکارول شي .
خو تېره میاشت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په یوه تحلیلي راپور کې ویل شوي و چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راوروسته جهادي ډلو دغه هېواد ته تګ راتګ کې ډېره ازادي ترلاسه کړې.
په راپور کې راغلي و "افغانستان کې د منځنۍ آسیا هېوادونو سفارتونه د دې شاهد دي چې د دې ډلې څو مشرانو په ازاد ډول کابل ته سفرونه کړي دي.
عبدالرحیم مسلم دوست څوک دی؟
ښاغلي مسلم دوست د ۲۰۱۵ کال جون په میاشت کې بي بي سره په مرکه کې ویلي و "طالبان د پاکستان ای اېس ای په امر جنګیږي. مونږ هغوی وپېژندل او د جهاد لپاره مو نوې لار وموندله چې د اسلامي دولت ډله ده او د دې ډلې غړي شوو"
هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ سرحدي سیمو کې لومړنی وسله وال قوماندان و چې د اسلامي دولت ډلې (داعش) له بنسټ ایښودونکي ابوبکر البغدادي سره یې بیعت وکړ.
د ۲۰۱۴ کال وروستیو کې د سیمې یو شمېر رسنیو داسې رپوټونه خپاره کړل چې ګوندې عبدالرحیم مسلم دوست د اسلامي دولت ډلې د خراسان څانګې د مشر په توګه ټاکل شوی.
ویل کېږي هغه پخوا د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي غړی پاتې شوی او د ۲۰۰۱ کال نومبر کې د پاکستان د پوځي استخباراتو ادارې 'ای ایس ای' لخوا پېښور کې له خپل ورور بدر زمان سره یو ځای د ترهګریزو فعالیتونو په تور تر نیول کېدو وروسته امریکایانو ته وسپارل شو چې هغوی لومړی بګرام او بیا ګوانټانامو ته ولېږداوه.
مسلم دوست په ۲۰۰۵ کال د ناروغۍ په وجه له ګوانټانامو زندان ازاد شو.