تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د بادغیس چارواکي: "۲۸ طالبان او داعش وژل شوي"
د افغانستان د بادغیس چارواکي وايي، په دې ولایت کې د غوڅ ملاتړ ماموریت د عملیاتو په پایله کی ۱۸ طالبان او داعش پورې تړلي ۱۰ کسان وژل شوي دي.
د بادغیس والي عبدالغفور ملک زي د بي بي سي خبریال محفوظ ذبیدي ته ویلي چې دا برید تېره شپه (شنبه د مرغومي ۲۲/د جنوري ۱۲مه) د بادغیس په جوند ولسوالۍ کې شوی دی.
نوموړی وايي، بهرنیو ځواکونو د داعش ۴۰ کسان نیولي او له ځان سره یې بیولي.
د افغانستان د دفاع وزارت هم په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د دوی ځواکونو د بادغیس د جوند ولسوالۍ په چشمه شیرین کلي کې د داعش ۱۰ کسان وژلي او ۱۶ نور یې نیولي دي.
خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې د نیول شویو په منځ کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
خبرپاڼه زیاتوي دغه کسان د غوځ ملاتړ د ماموریت ځواکونو په هوايي برید کې چې د جوند ولسوالۍ په پنج بز سیمه کې ترسره شوی وژل شوي او له هوايي برید وروسته دغه ځواکونه سیمې ته ورغلی او د داعش ډلې ۱۶ کسه یې له ځان سره بېولي.
طالبانو بیا په خپله خبرپاڼه کې ویلي، بهرنيو او افغان ځواکونو پرهغه ځای چاپه اچولې چې طالبانو پکې د داعش نیول شوي کسان ساتل. دوی زیاتوي، په دغه عملیاتو کې د دوی دوه ساتونکي وژل شوي او د داعش ۴۰ کسان بیول شوي دي.
طالبانو ادعا کړې چې دا برید د دوی په ټکو اصلا د داعشیانو د خلاصون په موخه ترسره شوی دی.
همداراز طالبانو په یوې بلې خبرپاڼه کی ویلي، په همدې سیمه کې د بهرنیو او افغان ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې پنځه ملکی وګړي هم وژل شوي دي.
بله خوا د فاریاب پولیس د خواجه سبزپوش په ولسوالۍ کې د افغان او غوڅ ملاتړ ماموریت د ځواکونو په عملیاتو کې د ۳۴ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې د طالبانو ډېر جنګي توکې هم د دوی لاس ته لوېدلي دي.
خو طالبانو دا ادعا رد کړې او یوازې په پېښه کې د درې طالبانو وژل کېده مني.