طالب چارواکو ته د ملا هبت الله سپارښتنه: له قومي او ژبني تمایلاتو ډډه وکړئ

د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده د دې ډلې د سرپرست حکومت چارواکو او ځواکونو ته یو لړ نوې لارښوونې صادرې کړې دي.

نوموړي په دغه تګلاره کې له خلکو سره د نېک چلند پر غوښتنې سربېره، له قومپالنې او ژبپالنې د ډډې کولو او همدارنګه د هغو کارونو د نه کولو غوښتنه کړې چې د ده په خبره د "طالبانو" په لیکو کې د بې باورۍ رامنځته کېدو لامل کېږي.

د طالبانو مشر د نوي لارښود په یوه ماده کې ټینګار کړی چې د قوم، سیمې، ژبې او د ملګرو له پاللو څخه دې په کلکه ډډه وشي.

ښاغلي اخندزاده همدارنګه طالب چارواکو او وسله والو ته سپارښتنه کړې، چې یو د بل په کار کې له کار لرلو او همدارنګه له هغو حرکتونو دې ډډه وشي چې د دوی په منځ کې د بې باورۍ لامل کېږي.

له دې وړاندې هم د طالبانو مشر، طالب چارواکو او وسله والو ته له خلکو سره د نېک چلند او د عفوې عمومي اعلان ته د ژمن پاتې کېدو سپارښتنې کړې وې.

په افغانستان کې دننه د طالبانو سیاسي مخالفین او نړیواله ټولنه هم پر دې ډلې نیوکه کوي چې اوسنی حکومت یې ټولګډونی نه دی او تر ډېره پکې د یو قام او د یوې ډلې کسان پر مهمو څوکیو ګومارل شوې دي.

خو پخپله طالبانو بیا ټینګار کوي چې سرپرست حکومت کې یې د ټولو قامونو وګړي شته، او ژمنه یې کړې چې راتلونکې کې به یې حکومت نور هم ټولګډونی شي.

په ورته مهال په کابل کې یو شمېر ښځو یوه اعتراضي غونډه کړې او وايي، په وروستیو کې د هېواد بېلابېلو برخو کې هدفي وژنې ډېرې شوې دي.

د دغې اعتراضي غونډې ګډونوالو مېرمنو د روان وضعیت د پای ته رسېدو غوښتنه کړې ده.

په وروستیو ورځو کې پر خواله رسنیو په ډزو د یوه ځوان د ویشتلو ویډیو لاس په لاس شوه، چې ویل کېږي طالب وسله والو وژلی دی.

د هغه د کورنۍ غړو بي بي سي ته ویلي، هغه په پنجشیر کې په یوه ښوونځي کې ښوونکی و، پر پنجشیر د طالبانو د برید پر مهال وژل شوی خو ویډیو یې وروسته پر خواله رسنیو خپره شوې ده.

یوه طالب ویاند بلال کریمي له بي بي سي سره خبرو کې د دې پېښې په اړه ناخبري وښوده او ویې ویل دا مسله به وڅاري.

وړاندې هم طالب چارواکو ویلي چې د خپل رهبر د عفوې عمومي فرمان ته ژمن دي، خو د بشر حقونو نړیوالو بنسټونو د طالبانو له خوا د ملکي خلکو او پخوانیو دولتي کارکوونکو پر وژنو او د هغوی پر شکنجې او ورکېدو تل نېوکې کړې دي.