متقي: افغانستان کې هېڅ سیاسي بندي نشته؛ نړۍ دې ناکامه تجربې نه تکراروي

په افغانستان کې د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي وايي، دوی په زور حکومت نه دی نیولی، بلکې په وینا یې له دوی غوښتنه شوې، چې د چور او چپاول مخنیوي لپاره کابل ښار ته ننوځي.

نوموړي شنبه په ترکیه کې د انتالیا دیپلوماسۍ فورم غونډې ته وویل، د طالبانو اوسنی حکومت ټولګډونی دی او ادعا یې وکړه چې په ټول هېواد کې هېڅ سیاسي بندي نشته، او نه هم ښځې زنداني شوې دي.

خو یاده دې وي چې همدا تېره اوونۍ د پخواني ولسمشر حامد کرزي له قوله داسې رپوټونه خپاره شول چې ګواکې دی (کرزی) او پخوانی اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په خپلو کورونو کې نظر بند دي او بهر ته د سفر اجازه نه لري.

همدا راز د طالبانو ډېری سیاسي او پوځ مخالفین او مشران دا مهال له افغانستان بهر په نورو هېوادونو کې ژوند کوي.

طالبان همدا راز پر کابل له واکمنېدو راهیسې څو څو ځله د ښځینه فعالینو په نیونې، زنداني کولو او ان شکنجه کولو تورن شوې دي.

خو د دې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي وایي، د تېر کال اګست میاشت کې د خلکو په غوښتنه او د چور او چپاول د مخنیوي لپاره کابل ته ننوتل.

نوموړي د انتالیا دیپلوماسۍ فورم ته په وینا کې ادعا وکړه چې د طالبانو حکومت په ټوله معنا ټولګډونی دی او د هرې سیمې خلک پکې شته.

ښاغلي متقي وویل، نړۍ دې ناکامه تجربې پر افغانانو نه ور تپي او د طالبانو له اوسني حکومت سره دې تعامل وکړي.

هغه ادعا وکړه چې ټول هېواد ته یې امنیت راوستی، ترهګرۍ ډلې یې ځپلې دي او د امریکا په ګډون پر هېچا یې برید نه دی کړی.

د انتالیا ډیپلوماسۍ فورم ګډونوال د لوړې کچې دې درې ورځنۍ ناسته کې د پالیسۍ، دیپلوماسۍ او سوداګرۍ په اړه لیدلوري شریکوي.

دې غونډې ده ته د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو او سازمانونو شاوخوا ۲۰۰۰ استازي، سیاستوال، ډیپلوماتان او پالیسي جوړوونکي وربلل شوي.

د جمعې پر ورځ د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استاز تامس وېسټ د ښاغلي متقي په مشرۍ له طالب پلاوی سره د همدې انتالیا دیپلوماسۍ غونډې په څنډه کې ولیدل.

ښاغلي وېسټ له هغې لېدنې وروسته په یو لړ ټویټر پیغامونو کې وویل: ''د بشري حقونو، لاسته راوړنو خوندي ساتلو او په حکومتولۍ کې د افغان ټولنې منعکس کېدو په شمول ځینې مسایلو کې لا هم ډېر کار ته اړتیا ده. ''

تر اوسه د ترکیې په ګډون د نړۍ یوه هېواد هم د طالبانو سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو د ترکیې سفیر کابل کې دی او وخت ناوخت له طالب چارواکو او نورو افغان مشرانو سره ګوري.