تامس وېسټ په ترکیه کې له طالب پلاوي سره ناسته 'ګټوره' بللې

د افغانستان لپاره دامریکا ځانګړي استازي ټام وېست د ترکیې په انتالیا کې دیپلوماسۍ غونډه ګټوره بللې او وايي، له طالب پلاوي سره یې د افغانستان اقتصادي ودې او ثبات، پوهنې او هوايي سوداګریزو سفرونو په اړه خبري کړې دي.

په دې اړ خپلو ټویټونو کې ښاغلي وېسټ د هلکانو او نجونو دولتي پوهنتونود پرانیستل کېدو هرکلی کړی، خو ټینګار یې کړی چې لاهم د خلکو بشري حقونو خوندې کولو، د لاسته راوړنو ساتنې او د حکومت ټولګډونوالي په برخه کې لا ډېر کارته اړتیا ده .نوموړی د ټویټر پیغامونو دې لړ کې زیاتوي:

''له همکارانو سره یو ځای مو د طالبانو له پلاوي سره ګټور وخت تېر کړ، د اقتصادي ثبات او ودې، تعلیم او سوداګریز هوايي سفر په ګډون مو د افغانانو لپاره مو پر مهمو مسایلو خبرې وکړې. ''

نوموړي پر ټوېټر پاڼه ليکلي، افغانستان کې د بشري حقونو د لاسته راوړنو د ساتنې او په حکومتولۍ د افغان ټولنې د منعکس کولو لپاره لا ډېر کار پاتې دی.

ښاغلي وېسټ ، په افغانستان کې د پوهنتونونو د پرانيستلو په ځانکړې توګه د ښځو د پوهنتونو د پرانيستلو هرکلی کړی، دايې مهم ګام بللی او هيله يې څرګنده کړې چې نومليکنه به زياته او چاپېرل به د ټولو لپاره مثبت او خوندي وي.

د طالبانو د بهرنیو چار سمبالي وزیر ملا امیر خان متقي، له دې مخکې د انتالیا غونډې په څنډه کې له ټام وېست او د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني سره لېدلي دي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزیر د دې غونډې په څنډه کې خبریالانو ته وویل:

''اوسني اسلامي حکومت ټول هغه شرایط پوره کړي دي، چې باید په رسمیت وپېژندل شي، د افغانانو شتمنۍ باید ازادې شي، او له افغانانو سره باید هغسې تعامل وشي چې د نورې نړۍ له انسانانو سره کېږي. ''

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په ټویټر پیغامونو کې ویل شوي، ښاغلي متقي چې دې غونډه کې د ګډون لپاره ترکیې ته تللی، له ښاغلي وېسټ او ښاغلي ال ثاني سره درې اړخیزه ناسته درلوده.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت وايي، د دوی لوري د ناستې ګډونوالو ته وویل چې ''د افغانستان د نوي حکومت په رسمیت پېژندل او د شتمنیو ازادېدل د افغانانو مشروع حق دی او له همدې سره یې سیاسي اړیکي او اقتصاد وده کوي. ''

د انتالیا ډیپلوماسۍ فورم ګډونوال د لوړې کچې دې درې ورځنۍ ناسته کې د پالیسۍ، دیپلوماسۍ او سوداګرۍ په اړه لیدلوري شریکوي.

دې غونډې ده د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو او سازمانونو شاوخوا ۲۰۰۰ استازي، سیاستوال، ډیپلوماتان او پالیسي جوړوونکي وربلل شوي.

تر اوسه د ترکیې په ګډون د نړۍ یوه هېواد هم د طالبانو سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو د ترکیې سفیر کابل کې دی او وخت ناوخت له طالب چارواکو او نورو افغان مشرانو سره ګوري.

بلخوا د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي هم څو میاشتې وړاندې انقرې ته تللی و او د ترکیې له بهرنیو چارو وزیر سره یې د افغانستان پر مسایلو خبرې کړې وې.