تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د انتالیا دیپلوماسۍ فورم؛ امریکا له خپلو مهمو نړیوالو متحدانو سره پر افغانستان غږېږي
د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیر ایان مککري چې اوس د قطر له پلازمېنې دوحې فعالیت کوي وايي، د افغانستان له خلکو سره د دوی ژمنتیا پیاوړې ده او دا چې د دې ژمنتیا پر ځای کولو لپاره له هر ممکن فرصته ګټه اخلي.
هغه دا څرګندونې ترکیه کې د 'انتالیا دیپلوماسۍ فورم' د پرانیستې درشل کې پر خپل ټویټر کړې.
دې غونډه کې د نوموړي تر څنګ افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ هم برخه اخیستې.
ښاغلي وېسټ هم د دې مهمې نړیوالې غونډې کوربتوب له کبله د انقرې مننه کړې او ویلي یې دي چې له خپلو "مهمو شریکانو سره به افغانستان سره د نړیوال تعامل په اړه خبرې" وکړي.
د انتالیا ديپلوماسۍ فورم د مارچ له ۱۱مې تر ۱۳مې دوام کوي او د طالبانو د حکومت بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي ته هم پکې د ګډون بلنه ورکړ شوې ده.
د غونډې ته د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو او سازمانونو شاوخوا ۲۰۰۰ استازي، سیاسیون، دیپلوماتان او پالیسي جوړوونکي وربلل شوي.
ګډونوال د لوړې کچې دې درې ورځنۍ ناسته کې د پالیسۍ، دیپلوماسۍ او سوداګرۍ په اړه لیدلوري شریکوي.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ په یوه اعلامیه کې وویل ښاغلی متقي به د انتالیا دیپلوماسۍ فورم ته د وینا ترڅنګ د ترکیې او ځینو نورو هېوادونو له چاوراکو سره وګوري.
تر اوسه د ترکیې په ګډون د نړۍ یوه هېواد هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو د ترکیې سفیر کابل کې دی او وخت ناوخت له طالب چارواکو او نورو افغان مشرانو سره ګوري.
د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي څو میاشتې وړاندې هم انقرې ته تللی او د ترکیې له بهرنیو چارو وزیر سره یې د افغانستان پر مسایلو خبرې کړې وې.