تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
تامس وېسټ: د افغانستان کنګل شویو پیسو یوه برخه ښایي د سپتمبر ۱۱ پېښې د قربانیانو کورنیو ته ورکړل شي
- Author, حفیظ الله معروف
- دنده, بي بي سي لندن
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی وايي، د افغانستان د کنګل شویو پيسو یوه برخه ښايي د محکمو له پرېکړو وروسته د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د یولسمې د بریدونو د قربانیانو کورنیو ته د تاوان په ډول ورکړل شي خو وايي، تر اوسه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.
تامس وېسټ د بي بي سي له خبریال حفیظ الله معروف سره مرکه کې ویلي، دا پیسې د امریکا حکومت لخوا نه، بلکې هلته د یو شمېر بانکونو لخوا کنګل شوې دي.
نوموړي وویل، د امریکا حکومت غواړي د دې پیسو یوه برخه ژر تر ژره افغانستان کې د بشري مرستو لپاره ازاده شي، خو ټینګار یې وکړ چې طالبانو ته به نه ورکول کېږي.
د طالبانو حکومت په رسمیت پيژندلو لپاره اوس مهالویش نه لري، خو غواړي له طالبانو سره د اړیکو له عادي کولو مخکې د طالبانو له لورې ځیني اقدامات وویني.
له بي بي سي سره ځانګړې مرکه کې تامس وېسټ وویل د طالبانو تر بیرغ لاندې افغانستان سره یې د هیواد چلند د طالبانو په کړو، وړ پورې تړلی. نوموړي وویل:
''موږ له طالبانو سره په بیلا بیلو بحثونو کې ویلي چې د حالاتو له عادي کولو مخکې باید موږ د طالبانو ځینې ګامونه ووینو. مثلا، که کابل کې بېرته خپل سفارت پرانیزو او یا له نړیوالو مالي بنسټونو سره د افغانستان د اړیکو د بیرته عادي کېدو لپاره، زه نه غواړم زموږ د تمو او هیلو په اوږده لیست دلته خبرې وکړم. خو فقط غواړم یوه غوښتنه له طالبانو دلته یاده کړم او دا یوازې دامریکا غوښتنه نه ده بلکې د نړیوالې ټولنې او د سیمې هم ده. په مارچ میاشت د نجونو دښوونځیو پرانیستل، موږ غواړو په مارچ کې د نجونو لپاره د هرې کچې ښوونځي پرانیستل شي، ليسې او دولتي پوهنتونونه ټول. زموږ په ګومان زده کړې د ښځو بنسټیز حق دی. دا او ډېر نور د طالبانو لپاره مهم ازمېښتونه دي چې نړۍ یې څاري، موږ او نړیواله ټولنه دې ته هم چمتو یوو چې که طالبان د نجونو ټول ښوونځي پرانیزي، په ټول هېواد کې ښوونکو ته یې معاشونه ورکړو. ''
بي بي سي نوموړی وپوښت، ایا کومه نېټه ییزه دړه ددغو اړیکو د پيل او عادي کېدو لپاره ایښودلی شئ، مانا کله به امریکا د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني کومه لنډه ژمنه شونې ده؟ د امریکا ځانګړي استازي په ځواب کې وویل:
"خبره د جنترۍ نه ده. دا داسې څه نه دي چې موږ یې په ذهن کې مهالوېش جوړ کړی وي. دا هرڅه د طالبانو له کړنو سره تړلې دي، له خپل هېواد سره یې پر ښکېلتیا پورې اړه لري او دا چې په ډاګه کړي د مسوول حکومت په ډول چلن کوي، له موږ او زموږ له ملګرو سره پر ديپلوماسۍ پورې اړه نه لري. نو د دې پروسې لپاره مهالویش نه جوړوو. ''
"طالبانو سره خبرې کوو، خو پرمختګ پکې نشته"
امریکا په تېرو پنځه نږدې پنځه میاشتو کې سره له دې چې د بشري مرستو لپاره یې له خپلې ډډې د مرستو اعلان کړی له طالبانو سره د اړیکو ښه کولو کې یې د بدلون هیڅ ډول نښه نه ده ښوولې.
ښاغلی وېسټ تاییدوي چې امریکایان په افغانستان کې د روان بشري ناورین، د ښځو او لږکیو حقونو او د طالبانو د عمومي عفوې د پلې کېدو په ګډون د یو شمېر مسایلو په تړاو له هغوی سره اړیکه کې دي او خبرې ورسره کوي. دی وايي:
''موږ پرېکړه کړې چې له طالبانو سره د د یپلوماسۍ له لارې د رغنده بحثونو لپاره ښکېل پاتې شو او همداسې کوو، خو زه داسې اټکل نه شم کولای چې موږ په دغه بحثونو د پام وړ پرمختګ لرو. د رسمیت پېژندلو په اړه بحث روان دي او دا داسې څه نه دي چې یوازې له امریکا سره دي، بلکې د امنیت شورا له پنځو دایمي غړو، په سیمه کې له هېوادونه او هغو بنسټونو سره هم خبرې کېږي چې تېرو شلو کلونو کې یې پراخې مرستې کولې، خو هغه ځای ته لا نه یو رسيدلي. ''
د یادونې ده چې امریکا مخکې د افغانستان لپاره خپلې دیپلوماتیکې چارې د قطر دولت پر مټ د چلولو خبره کړې، معنا که کومه څانګه پرانیزي مخامخ به نه وي او د قطر له سفارته په کارولو به چارې مخ ته وړي.
وړمه ورځ د امریکا ددفاع وزارت د هغو چورلکو په تړاو چې د مخکیني افغان حکومت له پرځېدو وروسته ازبکستان او تاجکستان ته وړل شوې، وویل، دغه چورلکې به طالبانو ته نه ورکول کېږي.
پر طالبانو ګڼ نور پخواني بندیزونه هم پرځای دي، دا هرڅه د دې معنا لري چې ډیر ژر له طالب واکمنۍ سره د ډيپلوماټیکو اړیکو کوم څرک نشته که څه هم طالبانو په وار وار خپل دغه پخواني غلیم ته د نوې دوستۍ او ښو اړیکو وړاندیزونه کړي.