افغانستان؛ نژدې دوه زره ښځینه خبریالانو دنده له لاسه ورکړې

د افغانستان د خپلواکو خبریالانو ټولنه وايي، په تېرو شپږو میاشتو کې کابو دوه زرو ښځینه خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.

پرون سې شنبه د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت په کابل کې جوړې شوې غونډې ته ځینو هغو ښځینه خبریالانو هم ویناوې وکړې او پر خپلو ستونزو وغږېدې چې دندې یې له لاسه ورکړې دي.

د دغې ټولنې مرستیال فرهاد بهروز له بي بي سي سره خبرو کې وویل، په تېرو شپږو میاشتو کې له ۲۳۹۸ خبریالان، ۱۹۷۰ ښځینه خبریالانې بې روزګاره شوې دي.

په ټوله کې، په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته، ۸۰ سلنه ښځینه خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.

تېر دسمبر کې د بې پولې خبریالانو ټولنې په یوه رپوټ کې ویل شوي، د اګست میاشتې په لومړیو کې او د طالبانو له بیا واک ته رسېدو څو ورځې وړاندې له ۵۰۰ زیاتو رسنیو فعالیت درلود چې شاوخوا لس زره او اته سوه کسانو په کې کار کاوه او له دې ډلې ۲۵۰۰ یې ښځې وې.

د افغانستان د خپلواکو خبریالانو ټولنې مرستیال وايي په دغه هېواد کې له وروستیو پېښو سره، له ۵۳۸ فعالو رسنیو نه ۲۲۴ یې تړل شوې دي.

ښاغلي بهروز له نړیوالو وغوښتل چې لکه په نورو برخو کې چې مرستې کوي، د افغان رسنیو لاسنیوی هم وکړي.

د افغانستان د خپلواکو خبریالانو د ټولنې په نوښت پرونۍ ناستې کې له خبریالانو د ملاتړو بنسټونو استازو هم ګډون کړی و او د افغانستان په رسنیو کې یې د ښځو د فعالیت پر دوام ټینګار وکړ.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له دې مخکې ویلي و چې طالبان د رسنیو ازادۍ ته چې د ملي ګټو او شریعت خلاف نه وي درناوی کوي.

ده زیاته کړې د طالبانو حکومت غواړي شته رسنۍ فعالیت ته دوام ورکړي او د نورو رسنیو د فعالیت د پیل لپاره هم یوه لاره ولټول شي.